د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

کارپوهان: عراق ته د امریکا پام ګرځېدل ښايي د افغانستان د هېریدو سبب شي


د افغانستان د سیاسي او پوځي چارو ځیني کارپوهان وايي، عراق ته بېرته د امریکا پام ګرځېدل، ښايي د افغانستان په روانو حالاتو ناوړه اغېزه وکړي.

دوی وايي، په دې کار سره ممکنه ده چې له افغانستان سره د امریکا پوځي او ملکي مرستې کمې شي او دا به د افغانستان په امنیت اغیز وکړي.

له عراقه د امریکايي پوځیانو تروتلو وروسته په عراق او شام کې د اسلامي دولت (داعش) په نوم د یوې ډلې جنګیالیو د عراق ځیني مهم او لوی ښارونه ونیول.

عراقي چارواکو د داعش جنګیالیو د لمنځه وړلو لپاره له امریکا نه مرسته وغوښته او امریکا هم دغه هېواد پوځي سلاکاران واستول.

د سیاسي او پوځي چارو کارپوهان وايي، د عراق او افغانستان روان کړکیچن حالات تر ډېره سره ورته دی او که د افغانستان په اوسنیو حساسو شرایطو کې د امریکا پام عراق ته واوړي، نو افغانستان به د عراق په اوسني سرنوشت اخته شي.

د پوځي چارو کارپوه جنرال امرالله امان د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، عراق ته د امریکا پام ګرځېدل ښايي د افغانستان د هېریدو سبب شي:

″دا په راتلوونکې کې ډېره ناوړه اغېزه کوي، د بودجې کموالی په امینتي سکتورونو او په ځانګړي توګه د دولت د مامورینو او سرتېرو په معاشونو باندې بد تاثیر پرې باسي که چېرې کمیږي زما په اند هغه ناورین به په په افغانستان او سیمه کې رامنځ ته شي چې امریکا به یې هم په کنترول کې پاتې راشي.″

د یو شمېر راپورونو له مخې، د عراق له حکومت سره د مرستې په هدف امریکا د افغانستان لپاره د ځانګړې شوې بودجې یوه برخه هغه هېواد ته ورکړې ده.

له عراقه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته په عراق او شام کې د اسلامي دولت (داعش) په نوم د یوې ډلې جنګیالیو په عراق کې مهمې سیمې ونیولې، عراق د دې جنګیالیو د په شاتمبولو لپاره له امریکا نه پوځي مرسته وغوښته.

د امریکا دفاع وزارت وايي، د داعش ډلې د له منځه وړلو په هدف یې عراق ته یو شمېر امریکايي پوځي سلاکاران استولي دي.

د سیاسي چارو ځیني نور کارپوهان وايي، هغه لاسوهنې او جګړه چې په عراق کې روانې دي د افغانستان له حالاتو سره ورته والی لري.

جاوید کوهستانی وايي، که له افغانستانه د امریکا پام عراق ته واوړي نو افغانستان سره د دغه هېواد مرستې به کمې شي او په افغان حکومت غږ کوي چې امریکا سره دې خپلې اړیکې ورغوي او افغانستان دې د عراق په څیر له ناورین سره نه مخامخ کوي:

″هغه لاس وهنې چې په عراق کې شوې له افغانستان سره ورته والی لري، کله چې امریکا له افغانستان سره مرستې کمې کړي او تړون لاسلیک نه شي، امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي، زه فکر کوم هغه بودیجې چې دوی ته وړکړل شوې بېرته افغانستان ته ورنه کړل شي،ممکن افغانستان په راتلونکي کې له بهران سره مخ شي.″

د امریکايي چارو د څرګندونو له مخې، که چېرې افغان حکومت له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک نه کړي، نو د امریکا د ډیپلوماټیکو مرکزونو له ساتونکو پرته به ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان ته ووځي.

کارپوهان په داسې حال کې له افغانستان نه عراق ته د امریکا د پام اوړیدو په اړه اندیښنه لري چې تر دې وړاندې وار وار نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه امریکا افغان ولس ته ډاډ ورکړی چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې به دغه هیواد یواځې نه پریږي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG