د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۸

په افغانستان کې د ناټو نوی ماموریت د امنیتي تړون لاسلیک پورې تړلی


ناټو وایې، دا سازمان په افغانستان کې نوی ماموریت تر هغو نه شي پیلولای چې په دې هېواد کې د ځواکونو د پاتې کیدو لپاره یو قانوني چوکاټ نهایي شوی نه وي.

دا خبره د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن په بروکسل کې د ناټو او ایساف تر غونډې مخکې له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وکړه.

د ناټو او په ایساف کې د شاملو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن په بروکسل کې د افغانستان پر مسالې خبرې کوي.

په دې غونډه کې به د روان کال تر پایه د ناټو د محارب ماموریت د پای ته رسیدو او د دې سازمان د نوي ماموریت په اړه چې له نوي میلادی کال څخه به پیلیږي، خبرې وشي.

د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن وایي، په افغانستان کې د ناټو د نوي عملیاتي ماموریت پلان برابر شوی، خو د دې لپاره چې ناټو وکولای شي د ۲۰۱۵کال له پیله د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، هغوی ته د سلا او مشورې ورکولو او ملاتړ ماموریت پیل کړي باید د افغانستان له حکومت سره د ځواکونو د پاتې کیدو لپاره یو قانوني چوکاټ رامنځ ته کړي.

خو راسموسن یو وار بیا په دې تاکید وکړ، چې د دغه قانوني چوکاټ د مخه د کابل او واشنګټن ترمنځ باید د امنیتي او دفاعي همکاریو تړون لاسلیک شي.

د ناټو سرمنشي د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لانجې ته په اشاره وویل، دی هیله من دی چې د رایې د شمېرلو بهیر په شفافه او په چټکۍ سره ترسره شي او نتیجه یې د ټولو لپاره د منلو وي تر څو ناټو وکولای شي د خپل نوي ماموریت لپاره ښه تیاری ونیسي.راسموسن هیله څرګنده کړه چې؛ نوی ولسمشر به دغه تړونونه لاسلیک کړي.

د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ویلي چې؛ د بریالتوب به صورت کې به ډیر ژر له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي.

د ناټو او ایساف په غونډه کې به چې د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ارشاد احمدي هم ګډون کوي، د روان میلادي کال تر پایه د ناټو د محارب ماموریت د پای ته رسیدو او افغان امنیتي ځواکونو ته د بشپړ امنیتي مسولیتونو د سپارلو پر موضوعاتو سربیره د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل په برخه کې د نړېوالو پر ژمنې بیا تاکید وشي.

د شیکاګو په غونډه کې نړېوالو ټولنې له ۲۰۱۵ کال وروسته د څو کلونو په مخ د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل په برخه کې د ۴،۱ ملیارډ ډالرو ژمنه کړې وه چې پنځه سوه ملیونه ډالره به یې د افغانستان حکومت تمویلوي.

XS
SM
MD
LG