د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

ناټو: روسیه د اوکراین پرضد د جګړې له یوې نوې بڼې څخه کار اخلي


د ناټو سرمنشي وایي، تر اوسه پورې هیڅ داسې نښې نښانې نه لیدل کیږي چې روسیې دې پر خپلو نړېوالو ژمنو عمل کړای وي.

د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن دا خبره نن د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په دوهمه ورځ خبریالانو ته وکړه:

″موږ وینو چې روسیه د اوکراین پر ضد د جګړې له یوې نوې بڼې څخه کار اخلي.

موږ هم پر دې خبرې کوو چې؛ په څه ډول کولای شو مبهم ګواښونه سم درک کړو او په اوږده مهال کې یې په وړاندې څه ډول اقدام کولای شو.″

راسموسن وویل، پراوکراین د روسیې یرغل په سیمه کې امنیتي وضعیت بدل کړی دي.

راسموسن زیاته کړه، په دې غونډه کې به له روسیې سره د عملي همکارۍ د څرنګوالي په اړه چې پر اوکراین د دې هېواد د یرغل له امله ځنډیدلې، خبرې وشي.

ناټو وروسته له هغې له مسکو سره همکاري وځنډوله چې؛ روسیې د اوکراین د کریمیا سیمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه.

د ناټو سرمنشي دغه راز وویل، موږ به له اوکراین سره د مرستو د یوه نوي صندوق په ګډون د اوږدې مودې ملاتړ لپاره د مرستو پر یوې نوې بستې موافقه وکړو.

راسموسن د ناټو ورخلاصې پالیسي د دې سازمان تاریخي بریالیتوب وباله او زیاته یې کړه چې؛ له ناټو سره د نویو هېوادونو د یوځای کیدو لپاره به د دې سازمان ور د ټولو پرمخ خلاص پاتې شي.

هغه وویل، د ویلز په سرمشریزه کې به چې په سپټمبر کې جوړیږي، دغه پرمختګونه وستایل شي.

د ناټو سرمنشي وویل، نن په غونډه کې د ویلز د سرمشریزې لپاره پر تیاریو هم خبرې کیږي.

هغه وویل، د ناتو د بهرنیو چارو وزیرانو تیره شپه د دغې پالیسۍ او له دې سازمان سره د ختیځې اروپا د څلورو هیوادونو د یوځای کیدو د غوښتنې په چاره کې د پرمختګونو په اړه هر اړخیز بحث وکړ.

ګرجستان، بوسنیا هر زوګوینه، مونتینیګرو او مقدونیا غواړي چې؛ د ناټو غړیتوب حاصل کړي.

د ناتو سرمنشي وویل، د ناټو وربه خلاص پاتې شي او هیڅ یو دریم هېواد د دې سازمان پراخوالی نه شي ردولای.

XS
SM
MD
LG