د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران نن د افغانستان موضوعات څیړي


ټاکل شوې ده چې؛ نن د بروکسل په غونډه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او هلته د ناټو د نوي ماموریت پر پیلیدو خبرې وشي.

په دې غونډه کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران او د هغو هېوادو د بهرنیو چارو وزیران چې؛ د ایساف په چوکاټ کې په افغانستان کې پوځیان لري برخه اخلي.

په نننۍ غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ارشاد احمدي ګډون کوي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن ازادۍ راډيو ته وویل، چې نننی غونډه مهمه ده:

″دا به یوه مهمه غونډه وي، موږ غواړو چې په دې غونډه کې د ناټو سرمشریزې ته اجنډا برابره کړو چې؛ په سپتمبر کې په ویلز کې جوړیږي″

په بروکسل کې نننۍ غونډې ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د عمومي منشي ځانګړی استازی یان کوبیش او د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګ لارې مشره کاټرین اشټن ته هم بلنه ورکړل شوې ده چې برخه په کې واخلي.

راسموسن وویل، ناټو غواړي هغه ژمنې چې له افغان ځواکونو سره د شیکاګو په غونډه کې شوې وې هغه عملي شي.

په ۲۰۱۲ کال کې په شیکاګو کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې ژمنه شوې وه چې هرکال به څه باندې څلور میلیارډه ډالر مرسته له افغان ځواکونو سره کیږي.

د ناټو عمومي منشي وویل، د دې لپاره چې سرله راتلونکی کاله ناټو افغان ځواکونه د اوږدې مودې په مخه وروزي، هغوی ته سلامشورې ورکړي او مرسته ورسره وکړي نو د ناټو لپاره یوه امنیتي تړون ته اړتیا شته څو له افغانستان سره د یوه قانوني چوکاټ له مخې مرسته وکړي.

د ناټو عمومي منشي بیا وویل:

″موږ وړاندې انتظار کوو، چې له نوي افغان ولسمشر سره کار وکړو څو دغه امنیتي تړون لاسلیک شي.

زه ډاډه یم چې دغه بهیر به چې څومره ممکنه ده هغومره ژر تر ژره بشپړ شي″

راسموسن بیا د افغانستان د انتخاباتو له کمیسیونونو وغوښتل چې؛ په خپلو کارونو کې بیړه وکړي، خو د ناټو عمومي منشي په ورته وخت کې پر دې ټینګار وکړ چې نتیجې باید د افغان ولس له غوښتنو سره سمې وي.

ټاکل شوې ده چې؛ د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدایي نتیجې بله چهارشنبه اعلان شي او بیا د جولای په ۲۳ وروستۍ نتیجې اعلان شي.

XS
SM
MD
LG