د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۲۷

په افغانستان کې د واک کړی


Karzai-Dawoodzai-Spanta

ولسمشر حامد کرزي په تیرو ۱۲ کلونو کې د یوه ګډوډ هیواد د اداره کولو لپاره پر یو شمیر کارپوهو او د اعتماد وړ اشخاصو تکیه کړې ده.

د امریکا چاپ اتلانتیک مجله لیکي: یو مهربانه پوه شخص،یو بې بیا که جنرال ،او یو جاسوس د یوه سیوري په څیر د ولسمشر کرزي د واک په دایره کې وو.

مجله لیکي : ولسمشر کرزي چې واک يې تر خپل دفتر پورې محدود ساتلې د یوې غیر رسمي شبکې د ګټو لپاره چې په ټول افغانستان کې خپره ده،اکثره وخت دولتي ارګانونه بای پاس کړي دي.

ولسمشر کرزي چې زیاتره وخت تر ارګه پورې محدود پاتې شوی د همدغو افرادو په مرسته د فکر متنوع څرنګوالی او له دې تیر یو افغانستان جوړ کړی چې د خپل واک د میراث په توګه يې پریږدي.

په لویو سیاسي مسلو کې ولسمشر کرزي د خپل ملي امنیت پر سلاکار رنګین دادفر سپنتا او پر عمر داودزي چې پخوا يې د دفتر رئیس و،تکیه کړې ده.

اتلانتیک مجله لیکي :

رنګین دادفر سپنتا یو پوه او مهربانه شخص دی چې په خپله خبره يې مذهبي او ټولنیزه محافظه کاري يې له سیکولر او سوسیالو دیموکرتیکو ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

ښاغلي سپنتا اتلانتیک مجلې ته ویلي دده شخصي ژوند اوس په ضد و نقیض حالت کې ده .نوموړی په شخصي او اکادیمیکو حلقاتو کې د حکومت پر پالیسیو انتقاد کوي او اوس هم په مستعار نوم کورنیو ورځپانو ته لیکنې هم کوي.

اتلانتیک مجله زیاتوي: ۵۶ کلن عمر داوودزي له اکسفورد پوهنتون څخه د پراختیايي مطالعاتو په برخه کې ماستري اخستې ده. د مجلې په خبره داوودزۍ د حزب اسلامي محافظه کاره افکارو سره تړوا لري او د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې يې د امنیت او ثبات د ټینګښت په هدف د ولسمشر کرزي او زورواکو او جنګسالارانو تر منځ اړیکه ساتله.

اتلانتیک مجله وړاندې لیکي : ولسمشر کرزي په ۲۰۱۱ کال کې داوودزۍ له طالبانو سره د سولې د یوې ناکامې هڅې په لړ کې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر په توګه وټاکه.

مجله زیاتوي: تر ۲۰۱۱ کال پورې د حامد کرزي میرنۍ ورور احمد ولي کرزۍ او د ځوانو مشرانو یوه نسل د افغانستان په جنوب کې د ولسمشر کرزي د واک د ټینګښت رول پرغاړه درلود.

د احمد ولې کرزي له وژل کیدو وروسته دا مسولیت اسد الله خالد ته چې هغه مهال د کندهار والي و،وسپارل شو او اوس بیا ۳۵ ځوان جنرال عبد الرازق اڅکزي ته دا چارې انتقال شوی دی.

جنرال رازق په سیمه کې د طالبانو پر وړاندې د خپل سخت چلند له امله شهرت لري.

خو اتلانتیک مجله لیکي چې ددغو کسانو په ډله کې په تیرو ۱۲ کسانو کې یو شخص داسې هم دی چې بدیل نه لري او هغه ابراهیم سپین زاده دی چې په انجنیر ابراهیم یادیږي .

د مجلې په وینا د انجنیر ابراهیم خبره په افغانستان تر بل هر شخص زیات وزن لري.

له ولسمشر کرزي سره د انجیر ابراهیم اړیکې ۲۰۰۱ کال ته ورګرځي کوم مهال چې د ورونو په ګډون يې هیڅو ک هم حامد کرزي ته نزدې نه وو.

اتلانتیک لیکي : انجینر ابراهیم د افغانستان د ملي امنیت دشورا مرستیال دی خو هیڅکه يې په غونډو کې ګډون نه کوي.

انجنیرابراهیم پر څو خاصو کسانو چې یو يې محمد ضیا صالحي دی ،تکیه لري .

اتلانتیک زیاتوي : په کاغذونو کې انجنیر ابراهیم د امنیت د شورا مرستیال دی خو په اصل د ولسمشر کرزي سیوري او تر دې هم زیات دی.

د انجنیر ابراهیم وړتیا په دې کې نغښتې چې نوموړی په عام محضر کې نه تر سترګو کیږي.

اتلانتیک مجله لیکلي: اوس چې د ولسمشر کرزي د واک موده په ختمیدو ده دغه ټول اشخاص له کرزي وروسته ژوند لپاره په مانورونو بوخت دي.

رنګین دادفر سپنتا او ابراهیم سپین زاده د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو په ترسره کیدو کې رول درلود .سپنتا له قیوم کرزي څخه چې وروسته بیا د زلمي رسول لپاره تیر شو ،ملاتړ وکړ او انجنیر ابراهیم له زلمي رسول څخه ملاتړ څرګند کړ.

اتلانتیک مجله زیاتوي عبد الله عبد الله ویلي که جمهوري ریاست ته ورسیږي نو په زیات ګمان سره به عمر داوودزي د کورنیو چارو د وزیر په توګه په خپله دنده کې پریږدي.

مجله په پای کې لیکي:

جنرال رازق چې د افغانستان په جنوب کې د ولسمشر کرزي قوي سړی بلل کیږي په دې وروستیو کې د امریکایانو لخوا تقویه شوی دی او حقیقت دادی چې د افغانستان نوی ولسمشر به چې هر څوک وي له دغو اشخاصو سره به مخ وي.

XS
SM
MD
LG