د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

مشرانو جرګې د پيسو د سپینولو او له جرمونو نه د ترلاسه شویو عوايدو د مخنيوي قانون طرحه تایید کړه


د افغانستان مشرانو جرګې د پيسو د سپینولو او له جرمونو نه د ترلاسه شویو عوايدو د مخنيوي قانون طرحه تایید کړه.

د مشرانو جرګې غړو د قانون دا طرحه د سې شنبې په ورځ په اتو فصلونو او اویا مادو کې د رایو په اکثریت تایید کړه .

د ولسمشرله خوا د یاد قانون توشیح کولای شي، چې افغان بانکونه د نړېوالو بانکونو له تورلسته وباسي.

له ډیرو بحثونو او ناندریو وروسته بالاخره د پیسو د سپینولو او له جرمونو نه د ترلاسه شویو عوایدو د مخنیوي د قانون طرحه د مشرانو جرګې له خوا هم تایید شوه.

د مشرانو جرګې یو شمېرغړیو د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل، چې د دې قانون د طرحې تایید کولای شي په افغانستان کې د اداري فساد مخه ونیسي او نړېوالې مرستې هم راجلب کړي.

د مشرانو جرګې مرستیال منشي سیدعزیز الله الفتي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، د ولسمشرله خوا د دې قانون ژر توشیح کول د افغانستان د بانکي راکړې ورکړې لپاره مهم دي:

″د پیسو سپینولو د منع د قانون طرحه په ټولیزه توګه څه ډول چې ولسي جرګې تصویب کړې وه، په هغه ډول مشرانو جرګې هم تایید کړه.″

د پیسو د سپینولو او له جرایمو نه د ترلاسه شویو عوایدو د مخنیوي د قانون طرحه لس ورځې وړاندې، د افغانستان د ولسي جرګې له خوا په اتو فصلونو او اویا مادو کې تصویب شوې وه.

د پیسو د سپینولو او له جرایمونه د ترلاسه شویوعوایدو د مخنیوي قانون د نړېوال بانک له اصولو څخه ګڼل کیږي چې افغانستان له مخکې نه هغه منلی دی.

دغه قانون په بانکي سیسټم کې د غیرقانوني پیسو له جریان او راکړې ورکړې څخه مخنیوی کوي.

هغه هېوادونه چې دا قانون نه لري، نه شي کولای چې له نړېوالو بانکونو سره خپلې اړیکې وساتي.

له دې سربېره یو شمېر سناتوران د دې قانون له تایید سره مخالف وو او ویل یې چې د مشرانو جرګې غړي باید په پوره غور سره یاد قانون مطالعه او وروسته یې تایید کړي وای

سناتور عارف الله پښتون په دې اړه وايي:

″زه په دې نظر یم ،هرقانون چې جوړیږي باید زیات احتیاط وشي ،بیړه مه کوی،زه له دې قانون سره مخالف یم ماده په ماده باید ولوستل شي،غور ورباندې وشي،هغه که منفي یا که مثبته رای اخلي،په دې قانون کې داسې مادې شته چې له اسلام سره په ټکر کې دي،زه له دې قانون سره سخت مخالف یم. ″

له دې نه وړاندې داسې اندېښنې موجودې وې که چېرې د پيسو د سپینولو او له جرمونو نه ترلاسه شویو عوايدو د مخنيوي قانون ژر تصویب او توشیح نه شي ، دافغانستان د بانکونو اړیکې له نړیوالو بانکونو سره ځنډوي.

رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG