د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

حقوق پوهان وايي د افغانستان اساسي قانون ځینې نیمګړتیاوې لري

د افغانستان د علومو اکادمۍ ځیني غړي او یو شمېر حقوق څیړونکي وایي چې؛ د دې هېواد اساسي قانون په شکلي او ماهیتي لحاظ ستونزې لري.

د کابل پوهنتون د حقوقواو سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزي د سې شنبې په ورځ په کابل کې وویل چې؛ د افغانستان په اساسي قانون کې باید دا ستونزې او نیمګړتیاوې حل شي.

ښاغلي ستانکزي په دې اړه د علومو اکاډمۍ له خوا په جوړ شوي سیمینار کې وویل چې؛ په اساسي قانون کې باید اصلاحات راشي.

نصرالله ستانکزی وايي، چې د افغانستان اساسي قانون په ۸۶ مواردو کې ستونزې لري او ځینې مادې یې پیچلې دي او ټول خلک پرې سم نه پوهیږي.

دی زیاتوي چې، سربیره پر اساسي قانون باید د هېواد په نورو قوانینو کې هم د پام وړ اصلاحات او تغییرات راشي.

د افغانستان اوسنی اساسي قانون د هیواد اتم اساسي قانون دی چې؛ لس کاله وړاندې په کابل کې د لویې جرګې له خوا تصویب او ولسمشر کرزي توشیح کړ.

په عین حال کې د اساسي قانون له عملي کېدو څخه د څارنې كميسيون وايي؛ چې د افغانستان اساسي قانون له ځینو نیمګړتیاوو سره سره د هېواد له شرایطو سره برابر دی؛ خو ستونزه په دې کې ده چې؛ دا قانون سم نه عملي کیږي.

د دې کمېسیون مشر ګل الرحمن قاضي آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې د وخت په تېرېدو او د ټولنې له اړتیاوو سره سم به په اساسي قانون کې لازم تغیرات او اصلاحات راوړل شي.

د افغانستان اساسي قانون دولس فصله او یو سل او دوه شپیته مادې لري؛ دا قانون له ټولو ستونزو او نیمګړتیاوو سره سره د سیمې په سطح له ښو اساسي قوانینو څخه بلل کیږي.

د افغانستان د علومو اکادمۍ ځیني غړي او یو شمېر حقوق څیړونکي وایي چې؛ د دې هېواد اساسي قانون په شکلي او ماهیتي لحاظ ستونزې لري.

د کابل پوهنتون د حقوقواو سیاسي علمومو استاد نصرالله ستانکزي د سې شنبې په ورځ په کابل کې وویل چې؛ د افغانستان په اساسي قانون کې باید دا ستونزې او نیمګړتیاوې حل شي.

ښاغلي ستانکزي په دې اړه د علومو اکاډمۍ له خوا په جوړ شوي سیمینار کې وویل چې؛ په اساسي قانون کې باید اصلاحات راشي.

"له بده مرغه تر اوسه پورې په افغانستان کې قانون دولت او خلکو ته په یوه مطلق فرهنګ نه دی تبدیل شوی؛ بله دا چې په اساسي قانون کې داسې موارد موجود دي، چې د افغانستان د خلکو له ظرفیت څخه ډېر لوړ دي. د مثال په توګه د اوو ډولو انتخاباتو درلودل؛ چې تراوسه پورې یوارې درې ډوله انتخابات ترسره شوي دي."

نصرالله ستانکزی وايي، چې د افغانستان اساسي قانون په ۸۶ مواردو کې ستونزې لري او ځینې مادې یې پیچلې دي او ټول خلک پرې سم نه پوهیږي.

دی زیاتوي چې، سربیره پر اساسي قانون باید د هېواد په نورو قوانینو کې هم د پام وړ اصلاحات او تغییرات راشي.

د افغانستان اوسنی اساسي قانون د هیواد اتم اساسي قانون دی چې؛ لس کاله وړاندې په کابل کې د لویې جرګې له خوا تصویب او ولسمشر کرزي توشیح کړ.

په عین حال کې د اساسي قانون له عملي کېدو څخه د څارنې كميسيون وايي؛ چې د افغانستان اساسي قانون له ځینو نیمګړتیاوو سره سره د هېواد له شرایطو سره برابر دی؛ خو ستونزه په دې کې ده چې؛ دا قانون سم نه عملي کیږي.

د دې کمېسیون مشر ګل الرحمن قاضي آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې د وخت په تېرېدو او د ټولنې له اړتیاوو سره سم به په اساسي قانون کې لازم تغیرات او اصلاحات راوړل شي:

"نه یوازې د اساسي قانون، بلکه د ټولو قوانینو په تطبقېدو کې مشکلات شته. په افغانستان کې په ډېر احتیاط سره او د دې جامعې د تحمل سره سم باید قدمونه واخیستل شي. دا تغییرات ضرور دي باید راشي خو په خپل وخت کې، څو خپل موثریت ولري او مثبته نتیجه په لاس راشي."

د افغانستان اساسي قانون دولس فصله او یو سل او دوه شپیته مادې لري؛ دا قانون له ټولو ستونزو او نیمګړتیاوو سره سره د سیمې په سطح له ښو اساسي قوانینو څخه بلل کیږي.

څیړونکي وایي چې، په اساسي قانون کې د اصلاحاتو د راوستو ترڅنګ دا هم مهمه ده چې؛ دا قانون په بشپړ ډول عملي او له تطبیق څخه یې لکه څنګه چې لازمه ده؛ څارنه وشي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG