د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

امان: د شمالي وزیرستان عملیات ګټورنه دي


افغان چارواکي وایي، چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو مخالفینو په ضد پیل شوو عملیاتو، د افغانستان دننه د وسله والو په فعالیتونو کوم اغیز نه دی کړی.

د افغانستان د دفاع وزارت د اوپراسیون ريس جنرال افضل امان وایي، چې پاکستان باید په صادقانه ډول دې عملیاتو ته دوام ورکړي، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا پیاوړې شي.

د پاکستان د چارو څيړونکي بیا وایي، چې په شمالي وزیرستان کې پیل شوي عملیات یوه ډرامه ده او یواځې هغه مخالفین په کې وژل کیږي، چې د پاکستان حکومت ته ګواښ پیښوي.

په شمالي وزیرستان کې د وسله والو مخالفینو په ضد د پاکستان د پوځ عملیات دا دی لسمې ورځې ته ورسیدل، خو افغان چارواکي وایي، چې تر اوسه یې د دې عملیاتو اغیز په افغانستان کې نه دی احساس کړی.

د افغانستان د دفاع وزارت د اوپراسیون رئیس جنرال افضل امان وایي، چې په شمالي وزیرستان کې د پيل شوو عملیاتو په اړه له دوی سره هم لازمه همغږي نه ده شوې.

جنرال امان د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې اوس هم د پاکستان له خوا وسله وال مخالفین افغانستان ته راځي او دلته حملې او تخریبي فعالیتونه کوي:

″په خواشینۍ سره باید ووایم، له کله نه چې هلته عملیات پیل شوي، موږ په ختیځو او جنوبي سیمو کې بیا هم د زیاتو ګواښونو شاهدان یو، همدا مهال د هلمند او لویدیځ په ځینو سیمو کې هم جګړه روانه ده، په ختیځ کې هم ګواښونه شته، هیله ده دا ګواښونه را کم شي، خو په تائسف سره چې لا هم ګواښونه شته.″

د پاکستان پوځ د جون میاشتې په پنځلسمه نیټه په شمالي وزیرستان کې د سخت دریځو په ضد هوایي او ځمکني عملیات پیل کړل، چې د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس تر اوسه ۲۵۰ کورني او بهرني سخت دریځي وسله وال په کې وژل شوي دي.

د دې عملیاتو له پیلیدو سره سم د پاکستان صدراعظم نوازشریف له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په ټیلفون خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د افغان حکومت د مرستې غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هلري کلنټن له یوه هندي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې پاکستان باید اوس ټول پام د تروریستانو د ځآلو ورانولو ته واړوي.

کلنټن په دې مرکه کې په پاکستان کې میشت سخت دریځي او تروریستان له زهرجنو مارانو سره تشبه کړي او وېلې یې دي، چې دې مارانو اوس پاکستان ته مخ اړولی.

په همدې حال کې د پاکستان د چارو یوشمیر کارپوهان وایي، چې په شمالي وزیرستان کې پيل شوي عملیات د پاکستان له خوا یوه ډرامه ده او یوازې هغه وسله وال په کې وژل کیږي، چې پاکستان ته ګواښ پیښوي.

په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدي وایي، چې دغه عملیات د سخت دریځو د هغې ډلې په ضد پیل شوي، چې خان سعید سجنا یې مشري کوي او د پاکستان د استخباراتو له کنټروله وتلې وسله واله ډله ده:

″دغه عملیات، چې شروع شوي، پر ټولو تروریستانو نه دي، له حقاني سره جنګ نه ده، له مولوي نذیر سره جنګ نه ده، له حافظ ګل بهادر سره جنګ نه ده، یوازې او یوازې د سجنا له ډلې سره جنګ دی، چې د پاکستان د استخباراتو دستور یې نه دی منلی، دا یوه سناریو ده، چې په وسیله یو شمیر کسان را مهاجر شي، چې اوس هم خوست ته راغلي، ددې خلکو په منځ کې به خامخا تروریستان هم راشي.″

داسې راپورونه هم شته، چې په شمالي وزیرستان کې د پيل شوو عملیاتو له امله د ازبکستان د اسلامي غورځنګ یوشمیر جنګیالي د افغانستان بادغیس، فاریاب، کندز او یوشمیر نورو شمالي ولایتونو ته راغلي دي.

خو د افغانستان د ملي امنیت ریاست مسئولینو وویل، چې اوس نه غواړي، په دې اړه تبصره وکړي.

په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو له پیلیدو سره داسې هیلې پیدا شوې، چې پاکستان د تروریزم ضد مبارزه کې یو مثبت ګام واخیست، خو د کارپوهانو په باور، اوس داسې ښکاري، چې په دې عملیاتو کې هم د پاکستان نیت ریښتینی نه دی.

خو له دې وړاندې د پاکستان صدر اعظم ویلي، چې دا عملیات ډیر جامع دي او تر هغو به دوام وکړي، چې په شمالي وزیرستان کې ټول سخت له منځه ولاړ شي.

راپور: اسدالله ″لودین″- کابل

XS
SM
MD
LG