د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

کندز: د انتخاباتو د کمیسیون د امنیتي ګواښونو له امله تړل شوی


په کندز کې د انتخاباتو کمیسیون دفتر
په کندز کې د انتخاباتو کمیسیون دفتر
په کندز کې د ټاکنو خپلواک کميسيون سمیه ییز دفتر چاوراکي وايي؛ چې دوی د ټاکنو دفتر د امنیتي ګواښونو له امله تړلی دی.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون سیمه ییز دفتر رییس امیر حمزه احمدزي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې دوی له څو ورځو راهیسې د جمهوري ریاست د نوماند عبدالله عبدالله د پلویانو له خوا ګواښل کیږي.

نوموړی وایي، چې د امنیتي ارګانونو سره یې دا خبره شریکه کړې؛ خو تر اوسه ورته توجه نه ده شوې او ورځ تربلې دغه ګواښونه زیاتیږي.

احمدزی زیاتوي چې، د عبدالله عبدالله پلویانو د ټاکنو د سیمه ییز دفتر مخې ته لویه خیمه درولې او له دوی څخه یې غوښتلي چې؛ د ټاکنو کميسیون بند کړي او زیاتوي چې، د دوی د دفتر مخې ته غیر مسوول وسله وال هم ورغلي:

"موږ چې دفتر ته راغلو، دوی زما د کارمندانو مخې ته ودرېدل وسله وال هم ورسره وو او د کمپاین کسان هم ورسره وو، هغوی ویل چې، دفتر ته نور ولاړ نه شئ، بله خیمه یې هم راوړله ویې دروله.

موږ له والي صاحب او امنیه قوماندانۍ سره اړیکې ونیولي؛ والي صاحب او امنیه قوماندان صاحب عاجزانه وویل؛ چې خیر دی تاسې له حوصلې نه کار واخلئ.

دلته قانون دی مقررات دي او اوصول دي او هرهغه څوک چې شکایت لري او یا اعتراض لري، د شکایتونو کمیسیون جوړ شوی؛ د دې لپاره دی چې، هغه درغلي ګانې او تخطي چې په پروسه کې دي انتخاباتو کې پېښې شوي هغه وڅیړي."


په ورته وخت کې بیا د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني وايي؛ چې د دوی امنیتي ځواکونه دا توانایي لري چې؛ د ټاکنو د کميسيون امنیت په پوره توګه ټینګ کړي؛ هغه زیاتوي، چې دوی هيڅ ډول امنیتي ګواښ نه ویني چې؛ له امله يې د ټاکنو کميسيون وتړل شي:

"موږ د انتخاباتو د دفتر د دروازو تړل په کلکه رد وو چې؛ ګواکې د امنیتي ګواښونو له امله دغه دفتر تړل شوی وي؛ دا د هغوی خپلې ستونزې دي چې؛ له خلکو سره یې لري او دا ستونزه په خپله د انتخاباتو کمیسیون پوري اړه لري."

همدا راز د کندز والي غلام سخي بغلاني ازادۍ راډیو ته ویلي؛ چې تر اوسه د کمیسیون چارواکو دوی ته د امنیتي ګواښونو په اړه څه نه دي ویلي. بغلاني وايي، چې په دې ولایت کې امنیت ټینګ دی او هیڅ ډول امنیتي ستونزي نه ليدل کیږي.

که څه هم د کندز والي له هغې ورځې چې دنده يې اشغال کړې؛ وايي چې، غواړي د خبرو له لارې په کندز کې امنیت ټینګ کړي؛ خو تر اوسه د کندز په مرکز او شاو خوا ولسوالیو کې د مخالفینو سره سختې جګړې کیږي.

بل خوا په کندز کې د ریاست جمهوري د نوماند عبدالله عبدالله د دفتر مسوول سمیع ایماق؛ دا خبر ردوي چې، ګواکې د دوی له خوا د ټاکنو کمیسیون سیمه ییز دفتر تړل شوي وي.

هغه زیاتوي، چې دوی په نوموړی ولایت کې د انتخاباتو له سیمه ییز دفتر سره هیڅ ډول ستونزي نه لري:

"موږ له کمیسیون سره او د کمیسیون له کارکونکو سره دښمني نه لرو او نه هم هغوی خپل دښمنان ګڼو؛ د ټاکنو کمیسیون دروغ وايي، چې موږ به هغوي ګواښلي وي؛ دوی نه کوم اسناد لري او نه هم کوم شواهد لري، دلته امنیتي ځواکونه شته، موږ حتی کومه خرابه خبره هم دوی ته نه ده کړې؛ کندز زموږ د ټولو مشترک کور دی؛ دلته موږ سره ژوند کوو."

که څه هم د کندز والي وايي، په دغه ولایت کې غیرقانوني وسله والې ډلې موجودې دي؛ بلکه اوس دغه وسله والې ډلې په ښار کې هم ازادانه تګ راتګ کوي.

دیادونې ده چې، په کندز ولایت کې د انتخاباتو د شکایاتو کمیسیون مشر صبغت الله وفايي هم استعفا ورکړي. د نوموړی په وینا، چې ده نشو کولی چې، دغه ستره دنده پرمخ بوځي، ځکه د ده په کارونو کې لاس وهنې کېدلي؛ خو دا يې جوته نه کړه چې، چا د نوموړي په کارونو کې لاسه وهنې کولې چې؛ له امله یې هغه استعفا ورکړه؛ له دې وړاندې په تخار کې هم د شکایتونو د کمیسیون یو تن غړي خپله استعفا ورکړې وه.

د کارپوهانو په نظر انتخاباتو کې د یو نوماند د رایو د کمبود او د مقابل لوري پر رایو باندې د موثقو اسنادو د نه شتون له امله چې دغه مامورین هم د یو کاندید طرفدار وو؛ خپلې استعفا ګانې ورکړې.

راپور: اجمل آرین- کندز
XS
SM
MD
LG