د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

کلنټن: د افغانستان په اړه د پاکستان پخوانۍ پاليسي ناکامه شوې


د پاکستان مشهورې انګرېزي ورځپاڼې "ډان" له يوه هندي ټلويزيون سره د امريکا د بهرنيو چارو د پخوانۍ وزيرې هېلري کلنټن د مرکې لنډيز خپور کړى؛ چې وايي، په افغانستان کې د پاکستان د ستراتېژيک ژوروالي د موندلو پاليسي ناکامه شوې او پاکستان بايد اوس خپله ټوله توجه په دې هېواد کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو خوا ته واړوي.

ورځپاڼه کاږي، چې هېلري کلتڼ همداراز ويلي، پاکستان ته اوس ښايي چې ځينې سختې پريکړې وکړي او په دې لړ کې له سخت دريځه ډلو څخه لاس واخلي؛ د هغوى روزنيز مرکزونه و خوندي ځايونه له منځه يوسي او د هغو مدرسو څارنه وکړي؛ چې د ځانمرګي بريدګرو په روزنه کې لاس لري.

د امريکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې دا څرګندونې په داسې حال کې کړي؛ چې ويل کېږي، د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان پر خوا په قبايلي سيمو، په ځانګړې توګه په شمالي وزيرستان کې دا مهال د پاکستانيو وسله والو طالبانو په ګډون د القاعدې او حقاني شبکې او همداراز يو شمېر ازبک، چيچن او عرب جنګياليو مرکزونه او روزنځايونه موجود دي، چې له دې ځايه په افغانستان کې پر افغان اردو او حکومتي اهدافو بريدونه کوي.

ورځپاڼه ليکي، چې هېلري کلنټن په پاکستان کې دننه د سخت دريځه وسله والو همدغو مرکزونو ته په اشاره ويلي:

"دا داسې ده لکه څوک چې تر خپل شا زهرجن ماران ساتي او دا ګڼي، چې دا به يواځې ګاونډيان چيچي او موږ ته به څه نه وايي، خو اوس موږ وينو، چې دا باور سرچپه شوى او دا [ماران] اوس د پاکستان خپل وجود ته تر ټولو ستر ګواښ رامنځته کړى دى."

د روانې مياشت په ٨مه نېټه د پاکستان په ستر صنعتي ښار کراچۍ کې د دې ښار پر نړېوال هوايي ډګر وسله وال بريد وشو؛ چې په ترڅ کې يې د پاکستانيو سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ٣٠ کسان ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټبيان شول.

د دې خونړي بريد مسووليت په شمالي وزيرستان کې مېشتې د ازبکستان اسلامي غورځنګ په نامه يوې وسله والې ډلې ومانه.

هېلري کلنټن د کراچۍ بريد ته په اشاره ويلي:

"په پاکستان کې مېشت سخت دريځه وسله وال ترهګر اوس په دې هېواد کې ډېر ژور خواره شوي؛ د پاکستان په نزدې ټولو سترو ښارونو کې يې فعاليت پيل کړى او پر سترو هدفونو بريدونه کوي؛ چې د کراچۍ بريد يې ښه بېلګه ده. زه نه پوهېږم، چې پاکستان به اوس دا ترورېستان او ترورېستي بريدونه نور څنګه له پامه غورځوي؟"

مېرمن هېلري زياته کړې، هغه خلک ښايي په غلط فهمۍ کې وي، چې وايي د هند او افغانستان په مقابل کې د پاکستان له خوا له دې ډلو سره اړيکي به ددې هېواد په ګټه وي.

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي، چې د پاکستان پوځ د ډيورنډ کرښې ته خېرمه د شمالي وزيرستان په قبآيلي سيمه کې د مېشت سخت دريځه وسله والو پر ضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي او تر دې دمه پکې د ٢٥٠ کورنيو او بهرنيو سخت دريځه وسله والو د وژلو خبر ورکړى.

خو د يادونې وړ ده، چې خپلواکو او سيمه سرچينو لا تر دې دمه د پاکستاني پوځ په عملياتو کې د بهرنيو وسله والو د وژنې او شمېر د راپورونو تاييد نه دى کړى.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG