د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

"رسنۍ دې قومي او ژبني مسایلو ته لمن نه وهي"


د خبریالانو یو شمیر ادارې په انتخاباتو کې د رسینو رول مهم بولي؛ خو وايي چې، یو شمیر رسنۍ قومي او ژبني مسایلو ته په لمن وهلو سره ملي وحدت ته زیان رسوي.

د رسنیو د یو شمیر بنسټونو له لوري په کابل کې د یکشنبې په ورځ جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ اداري "نی" د څار د څانګې مشر صدیق الله توحیدي پر ټولو رسنیو غږ وکړ چې؛ قومې مسایلو ته لمن ونه وهي او د انتخاباتو په ملي بهیر کې بې طرفه پاتې شي.

"په دې وخت کې جدي اړتیا لیدل کیږي چې؛ خبریالان او رسنۍ ځان له هر ډول قومي، نژادي، سمتي او نورو مسایلو څخه لري وساتي او یواځي خلکو ته د اطلاع رسولو په برخه کې پاملرنه وکړي؛ خبریالان او رسنۍ مکلف دي چې، له هر ډول غیر عادلانه کړنې، تخلف، تخطي، انتخاباتي تقلب څخه پرده پورته کړي."

نوموړي وویل چې، یو شمیر رسنۍ له یو مشخص کاندید نه ملاتړ کوي او دا کار د ژورنالیزم له اصولو سره په ټکر کې دی.

په عین حال کې د رسنیو یو شمېر مسوولینو د کانیدانو له استازو وغوښتل چې؛ قومي مسایلو ته د لمن وهلو د مخنیوی په برخه کې له رسنیو سره همکاري وکړي او هغه کسان چې قومي مسایلو ته لمن وهي؛ د رسنیو بحثونو ته یې ونه لیږي.

په دې غونډه کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو استازیو هم ژمنه وکړه چې؛ قومي مسایلو ته د لمن وهلو د مخنیوي په برخه کې له رسنیو سره پوره همکاري کوي.

تردې مخکي د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د رسنیو کمیسیون هم له ټولو رسنیو غوښتي وو؛ چې د انتخاباتي مسایلو د پوښښ پرمهال له هر ډول هغو خپرنو ډډه وکړي؛ چې ملي وحدت ته زیان رسوي.
XS
SM
MD
LG