د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۳۱

نور: ملګري ملتونه کولای شي له انتخاباتي پروسې نه څارنه وکړي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې له ملګرو ملتونو نه یې غوښتي چې د انتخاباتو پروسه کې د څارونکي په توګه همکاري وکړي.

د دې کمیسیون چارواکي وایي، چې د ملګرو ملتونو له خوا د انتخاباتو د پروسې څارل کولای شي د دې پروسې شفافیت لا زیات کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نورد یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته دغه راز وویل، چې د انتخاباتو ډیره برخه نتایج سیسټم ته اچول شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ملګروملتونو له خوا د انتخاباتو د پروسې څارنه او په دې برخه کې یې تخنیکي مرسته د انتخاباتو پروسې د شفافیت لپاره مهمه بولي.

د دې کمیسیون ویاند نور محمد نورد یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د انتخاباتو په پروسه کې د عدالت د ټینګښت په هدف ملګري ملتونه کولای شي په خلاص مټ له دې پروسې نه څارنه وکړي.

ښاغلي نور د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې ملګري ملتونه تردې وړاندې هم په انتخاباتو کې له دوی سره له تخنیکي پلوه همکاري کړې:

"موږ له ملګروملتونو نه د څارونکي په توګه غوښتي چې په انتخاباتي پروسه کې له موږ سره همکاري وکړي په دې برخه کې هیڅ ډول محدودیت نشته.

دغه راز ملګروملتونو په تخنیکي برخه کې هم له موږ سره همکاري کړې او اوس یې هم لري.

نو په مشخص ډول ویلای شم چې د ملګرو ملتونو سازمان په تخنیکي برخه کې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره همکار وو او همکار دی."


یوناما یا په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي دفتر د شنبې په ورځ اعلان وکړ، که د افغانستان په انتخاباتو کې ټولې ښکیلې خواوې موافقه وکړي نو دا ارګان د افغانانو په مشري همکارۍ ته تیار دی.

تردې وړاندې د جمهوري ریاست یو کاندید عبدالله عبدالله ویلي وو، چې د درغلیو د مخنیوي لپاره ملګري ملتونه باید د افغانستان په انتخاباتي پروسه کې مداخله وکړي.

جمهور رییس کرزي هم څرګنده کړې وه چې؛ د ښاغلي عبدالله له دې غوښتنې سره موافق دی.

په عین حال کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کیسیون ویاند نور محمد نور وایي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ډیره برخه نتایج د نتایجو د را ټولولو سیسټم ته اچول شوي:

"ټول د نتایجو پنځه اتیا فیصده جدول چې ستونزې نه لري پروسس شوی خو لا تر اوسه هم دا چې معلومه شي کوم کاندید څومره رایې ګټلي دا پروسه لا پاتې ده."

په همدې حال کې څیړونکي سپارښتنه کوي چې؛ په افغانستان کې انتخاباتي کمیسیونونه دا مسوولیت لري چې د انتخاباتو پروسه په شفاف ډول پرمخ بوځي او د قانون په چوکاټ کې ټولو شکایتونو ته رسیدګي وکړي.

دوی ټینګار کوي، چې له دې پروسې نه د ملي او نړېوالو څارونکو څارنه حتمي ده اوله دې سره یې شفافیت اومشروعیت یقیني کیږي.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG