د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

روسي پلوي پېلتون غوښتونکو ته د اوکراین د ولسمشر خبرداری


د اوکراین ولسمشر پترو پروشینکو خبرداری ورکړ چې؛ که روسي پلوي بیلتون غوښتونکي له اعلان شوي یو اړخیز اوربند څخه په استفادې د ځان لپاره وخت ترلاسه کړي؛ دی به متبادل پلان ته مخه کړي.

پروشینکو چې د جون په شلمه یې له دونیڅک سیمې څخه د کتنې په مهال د یوې اونۍ په مخه اوربند اعلان کړ؛ پرون ناوخته په ټلویزیوني خبرو کې وویل؛ هغه کسان چې هیله من دي له دغه اوربند څخه په ګټه اخیستو به وخت تېر کړي، خپل ځواکونه به بېرته منسجم کړي؛ باید په دې پوه وي چې موږ دوهم پلان هم لرو.

پروشینکو په دې اړه زیات جزیات ورنه کړل؛ خو ویې ویل، هیله من دی چې، د ده پنځلس فقره یي پلان کارورکړي.

پروشینکو وویل، د اوربند له اعلانیدو هدف دا دی چې؛ بیلتون غوښتونکو ته وخت ورکړل شي چې؛ ځان بې وسلې کړي.

"دې ته په پام سره چې وضعیت ډېر خطرناک دی؛ نن موږ انتخاب لرو چې ستونزه په سوله ییز ډول هواره کړو او هغه د جګړې له لارې. موږ باید دغه انتخاب عملي کړو.

موږ مختلفې سناریوګانو په مخکې لرو، سوله ییزه سناریو يا [پلان اې] او یاهم هغوی چې هیله من دي له دغه اوربند څخه په ګټه اخیستو به وخت تیر کړي او خپل ځواکونه به بېرته منسجم کړي باید په دې پوه وي چې، موږ [بي پلان] هم لرو. زه د دغه پلان پر جزیاتو خبرې نه کوم ځکه باورلرم چې؛ زموږ د سولې پلان به کارورکړي."

پروشینکو د دونیڅک سیمې له مشرانو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې؛ په ختیځ کې د روسي ژبې د استعمال درناوی وکړي؛ خو د بیلتون غوښتونکو له مشرانو سره یې له مخامخ خبرو کولو ډډه وکړه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون وویل؛ دی د اوکراین په جنوب لویدیځ کې د اوربند د اعلانولو لپاره د پروشینکو د پریکړې ملاتړ کوي؛ خو ویې ویل چې، دغه پلان به اغیزمن نه وي که عملي اقدامات ونه شي.

پوتین په یوه بیان کې وویل، د پروشینکو د سولې پلان باید خبرداری نه وي او له ټولو خواوو یې وغوښتل چې؛ جګړې پای ته ورسوي او خبرې پیل کړي.

د اوکراین د ولسمشرله خوا د یوه اړخیزاوربند له اعلانیدو سره سره د دې هیواد له ختیځ څخه د نښتو راپورونه ورکول کیږي.

د اوکراین پوله ساتي ځواک پرون وویل چې؛ روسي پلویو بیلتون غوښتونکو د اوکراین په ختیځ دونیڅک سیمه کې پردو سرحدي پوستو او پریوه پوځي مرکزبریدونه وکړل.

په دغو حملو کې نه سرحدي پوځیان ټپیان شوي دي.

په عین حال کې کاناډا پر یوولسو روسانو او اوکراینیانو او هم د کریمیا د تیلو پریوې کمپنۍ اقتصادي او د ویزې بندیزونه اعلان کړل.
XS
SM
MD
LG