د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

مسلمیار: د انتخاباتو په بهیر کې د یوناما منځګړیتوب د ناظر په صفت منو نه د همکار


د مشرانو جرګې رییس وايي، د انتخاباتو په پروسه کې د ملګرو ملتونو سازمان همکاري نه باید د انتخاباتي کمېسیونونو خپلواکي ته زیان ورسوي.

د دې جرګې رییس د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما استازي سره یې په خبرو کې له هغوی نه غوښتي چې؛ د انتخاباتو په پروسه کې د هغوی نقش یواځې د ناظر بڼه ولري نه د همکار.

"نن ما ته د ملګرو ملتونو سرمنشي استاز راغلی و؛ هغوی مانه غوښتنه وکړه چې؛ د ولسمشر په ګډون د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو موږ نه غوښتي چې؛ تاسې د انتخاباتو په موضوع کې دخیل شئ؛ په دې اړه ستاسو نظر څه دی؟

زموږ او د هغوی ترمنځ وروستۍ فیصله دا وه چې؛ د ملګرو ملتونو منځګړیتوب د انتخاباتو په پروسه کې د ناظر په صفت مشرانو جرګې او په ځانګړې توګه مسلیمار ته د منلو وړ ده له ناظر نه سربېره د یوه همکار، همصنفي او د فیصله کوونکي په صفت د ملګرو ملتونو رول موږ ته د منلو وړ نه دی."

په افغانستان کې د ملګر وملتونو سیاسي دفتر یوناما وایي؛ که چیرې په انتخاباتو کې ښکیلې خواوې د ملګروملتونو د سازمان همکارۍ ته راضي وي؛ نو دوی به په دې برخه کې مرسته وکړي.

په کابل کې د یونما ویاند نظیف الله سالارزي د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې؛ دوی به د انتخاباتي شخړې په حل کې په دې شرط مرسته کوي چې؛ د انتخاباتي پروسې مشري په خپله افغانان وکړي.

یوشمېر سناتورانو د ملګرو ملتونو د سازمان له همکاري سره مخالف وو او د جمهوري ریاست پر کاندیدانو یې غږ وکړ چې؛ دانتخاباتي کمېسیونونو له خوا اعلانیدونکو پایلو ته احترام ولري.

بلقس روشن وايي، د جمهوري ریاست کاندیدان نه باید په یو ځینو بهانو سره بهرنیانو ته د انتخاباتو په پروسه کې د مداخلې اجازه ورکړي.

"هغه چا چې په لومړي سر کې د انتخاباتي کمېسیون سره تړون کړی و؛ چې پریکړې به مني او ویلي وو، چې دغه زموږ خپل کمېسیونونه دي او نه غواړو بهرنیان ورکې دخیل شي او اوس چې بیا له بهرنیانو نه دعوت کړي او د هغوی هرکلی کوي؛ دا چې وايي، بهرنیانو له موږ نه ښه کارونه پرمخ وړای شي او ښې پرکړې کوي، دغه ډول څرګندونې د بهرنیانو د خوشحاله کولو لپاره کوي."

په عین حال کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني وویل چې؛ دوی د انتخاباتي پروسې د څارنې لپاره د ملګروملتونود سازمان د همکارۍ هرکلی کوي.

تردې وړاندې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویلي چې؛ د انتخاباتي کمیسیونونو په موجودیت کې د ملګرو ملتونو منځګړیتوب د رامنځ ته شوې انتخاباتي شخړې په حل کې مرسته نه شي کولای.

د سیاسي او حقوقي چارو څیړونکو څرګنده کړې چې؛ د عبدالله او اشرف غني د رضایت په صورت کې د ملګرو ملتونو همکاري په سیاسي لحاظ له انتخاباتي پروسې سره ممکنه ده؛ خو د قانون له نظره په دې برخه کې یوازینۍ مرجع انتخاباتي کمیسیونونه دي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG