د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

مدني ټولنې: حامد کرزی دې د انتخاباتو روان کړکیچ ته د پای ټکی کیږدي


د افغانستان د مدني ټولنو شبکې له ملګرو ملتونو او افغان ولسمشره وغوښتل چې ژر تر ژره د انتخاباتو روان کړکیچ ته د پای ټکی کیږدي.

د دې شبکې غړي سید ناصر موسوي د یکشنبې په ورځ د یوې خبرې غونډې پرمهال وویل، که چیرې روانې انتخاباتي لانجې ته د حل لار پیدا نه شي هېواد به د بحران طرف ته و لاړ شي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې له څو ورځو راهیسې د جمهوري ریاست یو کاندید عبدالله عبدالله له انتخاباتي کمیسیونو سره خپلې اړیکې ځنډولې او د رایو شمېرنې بهیر د درولو غوښتنه یې کړې.

د افغانستان د مدني ټولنو شبکې د جمهوري ریاست د کاندید عبدالله عبدالله نه غواړي چې؛ له انتخاباتي کمیسونونو سره خپلې ځنډیلې اړیکې له سره پیل او د خلکو رایو ته درناوی وکړي.

د دې شبکې غړیو د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره له افغان ولسمشر او د ملګرو ملتونو سازمان نه په کلکه غوښتنه وکړه چې د روانې انتخاباتي لانجې د پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د دې شبکې غړي سید نوراغا نوري په دې اړه وویل:

″د افغانستان د مدني ټولنو شبکه، له ولسمشر حامد کرزي، د نوموړي له مرستیالانو او د ملګرو ملتونو سازمان څخه غواړي چې د روان بحران او بې ثباتي د مخنیوي لپاره، د جمهوري ریاست د کاندیدانو او د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ترمنځ د روانو ستونزو د حل لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.″

تردې مخکې د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله انتخاباتي کمیسیونونه په درغلیو تورن کړل.

نوموړي دا مهال له دې کمیسونونو سره خپلې اړیکې ځنډولې او د رایي شمېرنې بهیر د درولو غوښتنه یې کړې ده.

ښاغلي عبدالله ویلي چې، له دې وروسته پر انتخاباتي کمیسیونو باورنه لري او د دې کمیسیونو د کار نتایج به ونه مني.

هغه وايي، ملګري ملتونه باید د انتخاباتو په پروسه کې مداخله وکړي، ملګرو ملتونو هم منلې چې د افغانان په مشرۍ د انتخاباتو پروسې سره همکاري کوي.

دغه راز د امریکا متحده ایالاتو هم د جمهوري ریاست پرکاندیدانو غږ کړی چې؛ انتخاباتي کمیسیونونه پریږدي چې خپل کارونه پرمخ بوځي.

په عین حال کې د افغانستان د مدني ټولنو د شبکې غړیو هم د جمهوري ریاست د کاندید عبدالله عبدالله نه وغوښتل چې؛ له انتخاباتي کمیسونونو سره خپلې ځنډیلې اړیکې له سره پیل کړي:

″د مدني ټولنو د شبکې غړي د اصلاحاتو او همپالني له ټيمه غواړي چې بیرته د انتخاباتو پروسې سره یوځای شي او له انتخاباتي کمیسونو څخه مو غوښتنه ده چې د بحران د مخنیوي لپاره د کاندیدانو پوښتنو ته قناقت کوونکي ځوابونه ورکړي تر څو دغه ملي پروسه له ځنډ سره مخ نه شي.″

خو د انتخاباتو خپلواک کمیسون ویلي، د قانون له مخې دوی اړ دي چې د کورنیو او بهرنیو څارونکو په حضور کې د رایو شمېرلو ته دوام ورکړي او نه شي کولای چې د یوکاندید په خوښه دا بهیر ودروي.


راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG