د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۶

موټرچلوونکي: د خوست - ګردېز سرک په ژمنو نه جوړيږي


د خوست ښار څخه د ګردېز پر لوري د وتونکي موټروانان د سورلۍ پيدا کېدو لپاره چېغې وهي او د هر کس مخ ته دريږي او په ډېر خوارۍ د وړو موټرو سراچې،سوپرکېشټم او نورو، نورو لپاره سورلي پيدا کوي.

دوی وايي، خلک د لارې خرابوالي له امله، زړه نازړه موټرو ته خيږي؛ خو مجبوريت يې د ګردېز او خوست په ړنګه ړوچه او کږلېچنه لار ور مجبوروي او په سټو کنډو يې وراړوي.

موټر چلوونکي شکايت کوي چې؛ کلونه کيږي، د دغې لارې د جوړېدو ژمنې ورسره کيږي؛ خو لا هم دغه لار په خپل پخواني حال پاتې ده، څو تنه موټر چلوونکي:

”‍۱- دا اوه اته کاله کيږي يوازې وعدې راسره کوي او بس، سړک همغسې خراب دی، ګردونه دي او خاورې باديږي، مخکې خو ښه وه، خپله به مو سره هواروه، دوی دې ټرانسپورټ پيسې نه اخلي، موږ به يې په خپله جوړ کړو، که حکومت يې نه شي جوړولای.

۲- په دې لاره کې موټر ټول ځپ ځوپ شول، که مريضان درسره وي، په خپل وخت يې کابل ته نه شې رسولای؛ ټول سړک له مشکلو ډک دی، ستونزې زياتې دي، دا يوه مياشت کيږي، ما له خوسته يو کس وړلو مريض و؛ په شپږو ساعتونو کې مې ورساوه؛ که سړک جوړ وی، نو په دوو ساعتونو کې رسېدلی شوای."


ځينې نور موټرچلوونکي دا هم وايي چې؛ په دې لاره د دې پر ځای چې دوی په موټرو ګټل شوې پيسې کور ته يوسي، د ګټې هماغه پيسې د موټرو د خرابوالي له امله بېرته د موټرو په جوړېدو لګوي.

دوی وايي، که حکومت له زړه وغواړي د دې سړک د جوړېدو چارې ځکه ژر پای ته رسېدلی شي؛ چې حکومتي چارواکو د دې سړک د جوړېدو په لومړۍ پرانيسته کې دا ويلي وو؛ چې د دې سړک د جوړېدو چارې به په پاخه او اساسي ډول په پينځو کلونو کې بشپړې شي؛ خو تر دې مهاله اوه نيم کاله وتلي خو بيا هم سړک په خپل حال پاتې دی.

دوی وايي، هيله مند دي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو د اعلان څخه وروسته به د مرکزي حکومت لومړی اقدام د همدې سړک جوړېدل وي.

موږ پرلپسې هڅه وکړه چې، د دې سړک د چارو د ځنډ او خنډ پوښتنه د پکتيا ولايت د فوايدعامې له ريیس سره مطرح کړو؛ خو په دې ونه توانېدو چې، د دې ادارې د کوم کس نظر واخلو.

خو يادې ادارې په تېر اوړي کې ويلي وو چې؛ د ژمي تر رارسېدو به يې د سړک چارې بشپړې شي؛ خو د خلکو په خبره ژمی تېر شو او بل اوړی راروان دی؛ د سړک چارې لا هم په خپل پخواني حال پاتې دي.

راپور: داود تپان – پکتيا
XS
SM
MD
LG