د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

بلاروس: د بشري حقونو یو پیژندل شوی فعال له بنده خوشې شوی


د بلاروس د بشري حقونو یو پیژندل شوی فعال "الیس بیالیاڅکي" له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته د مینسک ښار ته رسیدلی دی.

د ازادي راډیو د بلاروسي څانګې د راپور له مخې نوموړي ته پرون د "مینسک" د ښار د اورګاډي په یو تم ځای کې د نوموړې د میرمنې "نتالیا پنچوک" او د نوموړې د پلویانو د یوې ډلې له خوا هرکلی وویل شو.

الیس بیالیاڅکي خبریالانو ته وویل؛ نوموړی د بښنې د هغه فرمان له مخې له زندان څخه خوشې شو؛ چې د جون په یو ویشتمه نیټه عملي شو.

”فکر کوم دا یوه عمومي مرسته وه. ستاسو له مرستې پرته هیڅ هم نه کیدل. البته نړېوال او د هیواد دننه ملاتړ د دې سبب شو؛ چې تر وخت مخکې خوشې شوم. یوکال او اته میاشتې مخکې.“

د بشري حقونو دې فعال وویل، چې د زندان څخه د زر خوشې کېدو په اړه په همدې ورځ چې خوشي کېده سهار خبر کړی شو. نوموړي وویل چې، پرې فشار و، څو د بښنې غوښتنه وکړي، خو زیاته یې کړه چې، دا کار یې ونه شو کړی.

الیس بیالیاڅکي چې په بلاروس کې د بشري حقونو د یوې ادارې مشر و؛ په ۲۰۱۱م کال کې د مالیې د نه ورکولو په تور مجرم وبلل شو او په څلورنیم کاله بند محکوم شو.

د بشري حقونو دې فعال ویلي وو؛ چې بې ګنا دی او پلویانو یې هم ټینګار کاوه چې؛ بیالیاڅکي د سیاسي انګیزو له کبله بندي شوی دی.

اروپايي ټولنې، د امریکا متحدو ایالتونو او د بشري حقونو نړېوالو سازمانونو په وار وار د نوموړي د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه.

د بښنې نړیوال سازمان اعلان کړی و چې؛ الیس بیالیاڅکي یو عقیدتي زنداني دی.

نوموړې ته په ۲۰۱۳ م کال کې د وسلاو هاول د بشري حقونو لومړنی جایزه ورکړل شوه چې؛ د الیس بیالیاڅکي په استازیتوب یې میرمنې تر لاسه کړه.

بیالیاڅکي په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ م کلونو کې د نوبل د سولې جایزې ته هم کاندید و.
XS
SM
MD
LG