د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۴ وږی ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۱۳

شمالي وزيرستان: د پوځي عملياتو په اوومه ورځ ٣٠ وسله وال وژل شوي


د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د پاکستانيو ځواکونو پوځي عمليات دوام لري.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکيو د دفتر ISPR له خوا د شنبې په ورځ په خپرې شوې پاڼه کې ويل شوي؛ چې د پاکستان جنګي الوتکو په وزيرستان کې د پوځي عملياتو په اوومه ورځ؛ د دې ايجنسۍ په حسوخېل نومي سيمه کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي؛ چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ٢٠ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

دوى زياتوي، چې د پاکستان هوايي ځواک په دغو بريدونو کې په سيمه کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو ٣ مرکزونه او د وسلو او باروتو ګڼې زيرمې هم له منځه وړي دي.

د پاکستان پوځي سرچينې همداراز وايي؛ چې جنګي الوتکو يې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په پرتو قبايلي سيمو کې يې د پراخو پوځي عملياتو تر پيلولو وروسته په لومړي ځل افغان پولې ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ په لرې پرتې سيمې کې هم هوايي بريدونه کړي؛ چې په ترڅ کې ١٠ وسله وال وژل شوي او د هغوى ګڼ مرکزونه يې له منځه وړي.

بلخوا د پاکستان دولتي ټلويزيون د راپور له مخې؛ چې وايي، له شمالي وزيرستان څخه د ځايي خلکو د وتلو لړۍ روانه ده او په تېرو څلورو ورځو کې شاوخوا ٣ لکه کسان بنو، کوهاټ، ډېره اسماعيل خان، ټانک پېښور او د خيبر پښتونخوا يو شمېر نورو سيمو ته کډه شوي دي.

د خيبر پښتونخوا ايالت مشر وزير سراج الحق په پېښور کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل؛ چې د پاکستان د مرکزي حکومت ترڅنګ به د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت هم د وزيرستان د بې کوره شويو خلکو مرسته وکړي او په خبره يې، چې د دغو بې کوره شويو خلکو د مرستې لپاره يې ٣٥٠ ميليونه روپۍ بېلې کړي:

"زموږ حکومت د وزيرستان له بې کوره شويو خلکو سره د مرستې لپاره ٣٥٠ ميليونه روپۍ ځانګړي کړي؛ موږ به د هرې کورنۍ ته ٣ زره روپۍ ورکوو او دوى چې هرچېرې اوسېږي، حکومت به يې مرسته وکړي. د بې کوره شويو خلکو د روغتيايي حالت د څارنې لپاره مو بنو او نورو سيمو ته ګرځنده روغتيايي ټيمونه لېږلي او همداراز مو د سيمې په ټولو روغتونونو کې بېړنى حالت اعلان کړى دى. "

د شمالي وزيرستان ځايي سرچينې وايي؛ چې په بنو کې د حکومت له خوا په جوړ شوي کمپونو کې د څښاک د اوبو، د برق د نشتوالي له امله ډېرى خلک د کرايي په کورونو او همداراز په هوټلونو کې اړولي دي.

د پاکستان حکومت د روانې مياشت له ١٥مې نېټې راهيسې افغان پولې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې د مېشتو کورنيو او بهرنيو وسله والو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي؛ چې تر دې دمه يې په کې د پاکستان د پوځي مقاماتو په وينا؛ د بهرنيو وسله والو په ګډون ٢٥٠ وسله والو وژلي او ګڼ شمېر نور ټپيان کړي دي.

دوى همداراز وايي، چې په دې عملياتو کې تر دې دمه ٨ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ٧ نور ټپيان شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې خپلواکو سرچينو او ځايي خلکو لا تر دې دمه د پاکستاني ځواکونو په عملياتو کې د وژل شويو کورنيو او بهرنيو وسله والو د وژلو د ادعا پخلى نه دى کړى.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG