د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

یوناما د افغانستان د سولې د شورا د دارلانشا پر ریس برید غندلی


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې ادارې یا یوناما د سولې د شورا د دارلانشا پر رییس معصوم ستانکزي برید په سختو ټکو غندلی دی.

افغان چارواکي وايي، دا برید د شنبې د ورځې په سهار د کابل د پنځمې حوزې په سیمه کې وشو.

د کابل د امنیې قومندان جنرال ظاهر ظاهر ازادي راډیو ته وویل چې؛ په دې برید کې ښاغلي ستانکزي ته زیان نه دی اوښتي؛ خو یو ملکي کس په کې وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

”یو موټر چې په چاودیدونکو موادو بار و؛ د دعوت پوهنتون مخې ته، هغه مهال وچاودیده چې معصوم ستانکزی له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و. په چاودونه کې یو لاروی وژل شوی او یو بل ټپي دی، خپله ښاغلي ستانکزي او ملګرو ته یې کوم زیان نه دی اوښتی. “

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش په یو خپاره کړي بیان کې ویلي؛ پر ملکي خلکو باید ټول بریدونه وغندل شي؛ په ځانګړې توګه دا برید چې په یو داسې چا شوی چې؛ د سولې لپاره یې پرلپسې او نه ستړي کېدونکی کار کړی دی.

یان کوبیش ویلي، له نیکه مرغه چې د دې برید تنظمیونکي په خپل هدف کې بریالي نه شول؛ خو له بده مرغه چې یو ملکي کس په کې ووژل شو او نور یې ټپیان کړل.

یان کوبیش زیاته کړې، د دې برید عاملان باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

یوناما یو وار بیا ټینګار کړی چې؛ پر غیرې نظامیانو بریدونه د بشرپالنې د قوانینو جدي سرغړاوی دی او په افغانستان کې د جګړې ښکیل لورې د دې قوانین په رعایت مکلف دي.

تر اوسه چا د سولې د عالي شورا د دارلانشا پر مشر د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

ولسمشر حامد کرزي هم پر ښاغلي ستانکزي د شنبې د ورځې برید غندلی او ویلې یې دي چې، داسې بریدونه به افغانستان د سولې له هڅو وا نه ړوي.

د سولې د عالي شورا د درالانشا پر مشر په داسې حال کې برید کېږي چې؛ ټاکل شوې ده، په نژدې راتلونکې کې یو هییت د ملي امنیت د سلاکار رنګین دادفر سپنتا په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړي. د دې سفر هدف هم د سولې پر ټینګښت د پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې ښودل شوې دي.
XS
SM
MD
LG