د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

د انتخاباتو کمیسیون د قسمي پایلو اعلان وځنډوه


د افغانستان د انتخاباتوخپلواک کمیسیون وایي چې؛ د انتخاباتو په پروسه کې د ډېر شفافیت په هدف یې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د قسمي یا یوه برخه نتایجو اعلانول وځنډول.

د دې کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ د انتخاباتو په پروسه کې پیدا شوې شخړې ته په پام د انتخاباتو قسمي نتایج به وروسته اعلان شي.

خو ښاغلي نورستان دا څرګنده نه کړه چې؛ د جمهوري ریاست د انتخاباتو قسمي یا یوه برخه نتایج به څه وخت معلوم شي:

"د هېواد پر حالاتو تاسو پوهیږئ؛ نو مو پرېکړه وکړه چې، قسمي نتایج به یو څو ورځې نورهم اعلان نه کړو ترڅو ځینې دقیقې څیړنې ترسره شي.

د یوناما او ډاکټرصاحب عبدالله ترمنځ خبرې روانې دي؛ مسایل یوڅه واضح شي بیا به قسمي نتایج اعلان کړو."


تردې وړاندې د انتخاباتوخپلواک کمیسیون ویلي وو چې؛ ډیر ژر به د دیرش یا پنځه دیرش فیصده رایو نتایج اعلان کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د قسمي نتایجو اعلانول وروسته له هغې وځنډول چې؛ د جمهوري ریاست یوه کاندید عبدالله عبدالله له انتخاباتي کمیسیونو سره خپلې اړیکې وځنډولې او د رایو شمیرنې د درولو غوښتنه یې وکړه.

ښاغلی عبدالله ویلي چې، له دې وروسته پر انتخاباتي کمیسیونو باور نه لري او د رایو شمیرنې نتایج به هم ونه مني.

د ملګرو ملتونوسازمان د عبدالله دا غوښتنه چې د رایو شمېرل دې بند شي؛ د خواشینۍ وړ خبره بللې وه.

دغه راز د امریکا متحده ایالاتو هم د جمهوري ریاست پر کاندیدانو غږ کړی و؛ چې انتخاباتي کمیسیونونه پریږدي چې؛ خپل کارونه پرمخ بوځي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سازمان هم د شنبې په ورځ ویلي چې؛ د انتخاباتو د قسمي نتایج اعلان د کاندیدانو ترمنځ د باور د رامنځ ته کېدوپه هدف ځنډیدلی دی.

د فیفا یا د افغانستان د آزادو اوعادلانه انتخاباتود بنسټ ویاند فهیم نعیمي وایي چې؛ د قسمي نتایجود اعلان ځنډیدل کومه قانوني ستونزه نه لري:

"د قسمي نتایجو په هکله د انتخاباتو په قانون کې څه نشته دا په هغه لایحه کې راغلي؛ چې د دې کمیسیون له خوا تصویب شوې ده.

که چیرې په انتخاباتو کې د شفافیت او د دواړو کاندیدانو د قناعت د ترلاسه کېدو لپاره دا نتایج ځنډیږي کومه ستونزه نشته.

مهمه دا ده چې د انتخاباتوپر پروسې د دواړو کاندیدانوقناعت موجود وي."


د افغانستان د انتخاباتود خپلواک کمیسیون مسوولان وایي؛ چې د دې کمیسیون له ولایتي دفترونو څخه د یکشنبې ورځې ترپایه به د انتخاباتو د نتایجود فورمورا ټولول بشپړشي.

د دوی په خبره له ټولو ولایتونو څخه د اتیا فیصدو رایو نتایج سیسټم ته اچول شوي اودا لړۍ په منظم اونورمال ډول دوام لري.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG