د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

د اوکراين ولسمشر اوربند اعلان کړ


د اوکراین ولسمشر له سرتیرو سره
د اوکراین ولسمشر له سرتیرو سره
د اوکراين ولسمشر پيترو پروشينکو سر له پرونه يو اړخيز اووه-ورځنى اوربند اعلان کړ.

پروشينکو دغه اعلان په دونيڅک سيمه کې خلکو ته د خبرو پر مهال وکړ.

د اوکراين د کورنيو چارو وزارت د ده له قوله په خپله ويبپاڼه کې ليکلي، چې ويلي يې دي، که ياغيانو زموږ پر ځواکونو حمله وکړه، په هغه صورت کې به د شخصي دفاع لپاره جنګي اقدام کېږي.

پروشينکو وويل دغه لنډمهاله اوربند په اوکراين کې د شخړې د حل لپاره لومړى ګام دى.

ده وويل، بېلتون غوښتونکو ته وخت ورکوي چې خپلې وسلې پر ځمکه کښېږدي او له دې هېواده ووځي، چې ورپسې خبرو، نويو سيمه ييزو انتخاباتو او خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

خو مسکو وويل، د پروشينکو د اورباند اعلان د سولې پېشنهاد نه، بلکې بېلتون غوښتونکو ته وروستى وړانديز دى، چې خپلې وسلې پر ځمکه کښېږدي.

د روسيې د خبري اژانسونو په حواله کرملين ويلي، د پروشينکو په بيان کې د روغې جوړې د پيل کوم پېشنهاد نه ښکاري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې مسکو اعتراض کړى او له کييف څخه يې غوښتي د روسيې پر سرحدي پوسته دې د ډزو مسئله وڅېړي، چې د ګمرک څو مامورين يې ټپيان کړي دي.

په همدې حال کې امريکا وويل روسيه دېته تيارى نيسي چې د اوکراين په ختيځ کې د بېلتون غوښتونکو په خاطر، چې دا مهال له مرکزي حکومت سره په شخړه دي، اضافي ټانکونه ځاى پر ځاى کړي.

د اوکراين چارواکو پرون د اروپايي ټولنې او جي اووه هېوادونو ډيپلوماتانو ته د هغو اضافي پوځي تجهيزاتو په اړه معلومات ورکړل، چې کييف ادعا کوي، روسيه يې بېلتون غوښتونکو ته ورکوي، خو په مستقل ډول دغه راپور نه دى تاييد شوى.

يوه چارواکي چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، رسنيو ته ويلي، د روسيې ځانګړي ځواکونه د اوکراين پولې ته څېرمه ځينې پوستې په خپله ولکه کې لري، چې بېلتون غوښتونکو جنګياليو ته د ملاتړ امکانات برابروي. ده وويل روسيې خپل زيات شمېر پوځيان يوځل بيا د اوکراين پولې ته څېرمه ځاى پرځاى کړي دي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د پنج شنبې په ورځ د روسيې پوځيانو ته امر کړى و، چې له سرحد نه تر شا شي.

په همدې حال کې د سپينې ماڼۍ وياند جوش ايرنيست پرون وويل، امريکا د اوکراين پر پوله د روسي پوځيانو د ځاى پر ځاى کېدو مسئله څاري او د اوکراين په ختيځ کې به له روسي پوځيانو استفاده په هېڅ قيمت ونه مني.
XS
SM
MD
LG