د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

شمالي وزيرستان: د پوځي عملياتو په شپږمه ورځ ١٢ وسله وال وژل شوي


د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د پاکستانيو ځواکونو پوځي عمليات دوام لري.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکيو د دفتر ISPR له خوا د جمعې په ورځ په يوې خپرې شوې پاڼه کې ويل شوي؛ چې د پاکستان جنګي الوتکو او هليکوپټرو په وزيرستان کې د پوځي عملياتو په شپږمه ورځ، د دې ايجنسۍ په ميرانشاه، قطب خېل او يو شمېر نورو سيمو کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي؛ چې په ترڅ کې د لږ تر لږه ١٢ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

دوى زياتوي، چې د پاکستان هوايي ځواک په دغو بريدونو کې په سيمه کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو ٣ مرکزونه او د وسلو او باروتو ګڼې زيرمې هم له منځه وړي دي.

فرانسپريس خبري اژانس بيا د شمالي وزيرستان د يوه ځايي امنيتي چارواکي په حواله وايي؛ چې پاکستانيو ځواکونو د روانو پوځي عملياتو په شپږمه ورځ، په سيمه کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو شديده بمباري کړې؛ چې په کې ٢٠ وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت د روانې مياشت له ١٥مې نېټې راهيسې افغان پولې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې د مېشتو کورنيو او بهرنيو وسله والو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي؛ چې تر دې دمه يې په کې د پاکستان د پوځي مقاماتو په وينا؛ د بهرنيو وسله والو په ګډون ٢٣٢ وسله والو وژلي او ګڼ شمېر نور ټپيان کړي دي.

دوى همداراز وايي، چې په دې عملياتو کې تر دې دمه ٨ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ٧ نور ټپيان شوي دي.

د وزيرستان يوې باخبرې ځايي سرچينې د هويت پټ پاتې کېدو په شرط ازادي راډيو ته وويل؛ چې له سيمې څخه ځايي اوسېدونکيو د وتلو لړۍ روانه ده او ډېرى کورنۍ د بکاخيل په سيمه کې په جوړ شوي کيمپ کې ځای پر ځای شوي؛ خو ډېری کسان د بنو، کرک، ډېره اسمعيل خان، کوهاټ، هنګو، پېښور او د خيبر پښتونخوا ايالت د نورو سيمو پر لور روان دي.

نوموړى وايي، په سيمه کې د موټرو د نشتوالي له امله خلک، چې ښځې او ماشومان هم ورسره دي، په سخته ګرمۍ کې پياده بنو او شاوخوا سيمو ته راروان دي.

د پاکستان پوځي سرچينې همداراز وايي؛ چې د پنجشنبې په ورځ په شمالي وزيرستان کې مېشتې د افغان کډوالو ٤٠٠ کورنۍ هم خپل هېواد ته ستنې شوې؛ چې له ډېرې مودې راهيسې په دې سيمې کې مېشتې وې، خو اوس يې پوځي عملياتو له امله سيمه پرېښوده.

ياده دې وي، چې پاکستاني پوځ تر هغې وروسته په شمالي وزيرستان کې د مېشتو کورنيو او بهرنيو وسله والو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړل؛ چې په دې سيمه کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ په نامه يوې وسله والې ډلې د کراچۍ پر نړېوال هوايي ډګر د خونړي بريد مسووليت ومانه.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG