د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

"د م.م منځګړيتوب د روانې انتخاباتي لانجې له حل سره مرسته نه شي کولاى"


د انتخاباتي شکایتونو کميسيون په دې باور دى چې؛ د ملګرو متلونو منځګړيتوب د روانې انتخاباتي لانجې له حل سره مرسته نه شي کولاى.

د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون غړي او وياند نادر محسني ازادۍ راډيو ته وويل؛ په داسې حال کې د انتخاباتو خپلواک کميسيون او انتخاباتي شکایتونو کميسيون موجود وي، ملګري ملتونه يا بله اداره نه شي کولاى مداخله وکړي:

”د دې لپاره چې اوسني قانوني بنسټونه دغې مسالې ته رسيدګي وکړي؛ د ملګرو ملتونو د همکارۍ هرکلى کوو.

خو ملګرو ملتونو ته د روانې پروسې سپارل چې قانوني نهادونه څنډې ته پرېښودل شي؛ په افغانستان کې د ثبات له ټينګښت او د دې ډيموکراټيکې پروسې له غښتلتيا سره مرسته نه کوي.“

ولسمشر حامد کرزي پرون د عالمانو شورا له غړو سره په کتنه کې وويل؛ د ولسمشرۍ د معترض کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله له دې غوښتنې سره موافق دى؛ چې د انتخاباتي لانجې د حل لپاره دې ملګري ملتونه مداخله وکړي.

ښاغلي کرزي وويل، په دې اړه يې د ملګرو ملتونو له ځينو چارواکو سره خبرې هم کړې دي:

”ډاکټر صاحب عبدالله وويل، غوښتنه يې دا ده که ملګري ملتونه روانې انتخاباتي ستونزې حل کړي. ما د ملګرو ملتونو له چارواکوو سره وکتل؛ ومې منله چې دا يو غوره کار دى؛ بلکې نېک عمل مې وباله.

که د روانې ستونزې د حل او د نتيجې ترلاسه کولو لپاره له هر ځايه له افغانستان سره همکاري کیږي؛ موږ ته د قدر وړ ده او ستايو يې."


تر اوسه دا نه دي ويل شوي چې؛ ملګري متلونه به په کومه برخه کې څه ډول همکاري کوي. خو دې ادارې تر دې مخکې پر دواړو کانديدانو ټينګار کړى و؛ له داسې اقداماتو دې ډډه وکړي؛ چې د انتخاباتو پروسه زيانمنوي.

د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله چې وايي؛ د ولسمشرۍ په دويم ځلي انتخاباتو کې درغلۍ شوي؛ د انتخاباتو له دواړو کميسيونونو سره يې خپلې اړيکې ځنډولې دي.

د ښاغلي عبدالله د انتخاباتي ټيم غړي فضل الرحمن اوريا وويل؛ د ملګرو ملتونو په استازيتوب د روانې لانجې د حل لپاره د هڅو ملاتړ کوي؛ خو له خپلو غوښتنو نه تېرېږي.

"موږ د ملګرو ملتونو د سازمان د ونډې څخه د اوسني بنبست د حل لپاره چې د حکومت، د کمیسیون او د جناب اشرف غني د ټیم له خوا منځ ته راغلی استقبال کوو او موږ هیله لرو، چې دوی په دې برخه کې عملي ګام اوچت کړي، د دې ترڅنګ موږ نورې غوښتنې هم لرو. لکه برته له قید او شرط څخه د دارلانشاء رییس تبدیل شي، د شکایاتو کمیسیون تبدیل شي او په شکایتونو کمیسیون کې دوه تنه د ملګرو ملتو د سازمان افراد باید حضور ولري. پاکې رایې له ناپاکو رایو باید جدا شي."

ولسمشر حامد کرزي پرون وويل، د انتخاباتو د نتايجو پر سر د روانې لانجې د حل بله لار دا ده چې؛ د ولسمشر دوه مرستيالان د دواړو کانديدانو له استازو سره خبرې وکړي.

خو حقوقپوهان وايي، په داسې حال کې چې انتخاباتي کميسيونونه موجود وي؛ ملګري ملتونه يا بله اداره نه شي کولاى د انتخاباتو په مساله کې مداخله وکړي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد پوهاند نصرالله ستانکزى:

"که دواړه خواوې پر ملګري ملتو اعتماد وکړي په سیاسي لحاظ ممکن دی. خو په حقوقي لحاظ د افغانستان د اسیاسي قانون صریح حکم وجود لري او همدا رنګه د انتخاباتو د قانون له مخې چې یوازنۍ مرجع د انتخاباتو مستقل کمیسیون دی.

حتی د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په اساسي قانون کې نه دی درج شوی، خو بیا وروسته د انتخاباتو په قاون کې یې واکونه او تاسیس شکل مطرح شوي."

د ولسمشرۍ دويم ځلي انتخابات د غبرګولي يا جوزا پر ٢٤مه وشول؛ چې ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزى يې کانديدان وو.

د انتخاباتو خپلواک کمیسون ویلي؛ د قانون له مخې د کورنیو او بهرنیو څارونکو پر وړاندې د رایو شمېرلو ته دوام ورکوي او د کوم کاندید په خوښه دا بهیر نه دروي.
XS
SM
MD
LG