د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس له یوې انتحاري حملې روغ وتی


د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس له یوې انتحاري حملې څخه روغ ووت.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي آزادي راډیو ته وویل چې؛ دا انتحاري حمله نن سهارشاوخوا اوه بجې پنځمې امنیتي حوزې پورې اړونده سیمه کې د سولې د عالي شورا د دارالانشا پر رییس محمد معصوم ستانکزي شوې.

خو ښاغلي ستانکزي څرګنده کړه چې؛ په دې پیښه کې معصوم ستانکزي او د هغه ساتونکو ته زیان نه دی اوښتی؛ خو یو ملکي وګړی وژل شوی او درې ټپیان شوي.

ده وویل، د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس معصوم ستانکزی له خپل کور نه د کار د دفتر پر لور روان و؛ چې دعوت خصوصي پوهنتون ته څیرمه دا حمله پرې وشوه.

لاتراوسه د دې پیښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی او معصوم ستانکزي هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

معصوم ستانکزی درې کاله وړاندې کله چې د سولې د عالي شورا پر رییس برهان الدین رباني د هغه په کور کې انتحاري حمله وشوه؛ هم سخت ټپي شوی وو.
XS
SM
MD
LG