د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۴۲

خبرونه

د بې ځایه شویو کډوالو شمېر د تېرکال په پرتله ۶ میليونه زياته شوې

د ملګروملتونو د کډوالو اداره وايي، د هغو وګړو شمېر چې د جګړو له کبله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ وځي له دوهمې نړېوالې جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره له پنځوس میلیونو اوښتی.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل کلني راپور کې وايي، د ۲۰۱۳ کال ترپایه په نړۍ کې د کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو وګړو شمېر ۵۱،۲ میلونه ته رسېدلی چې د تېر کال په پرتله شپږ میلیونه زیاتوالی ښيي.

ملګروملتونو دا ارقام نن د جون په شلمه چې د کډوالو نړېواله ورځ ده خپور کړی.

د ملګروملتونو د کډوالو اداره وايي، چې د سوریې د کورنۍ جګړې له کبله نه میلیونه وګړو خپل کورونه پریښي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پکتیا چارواکي: د سیدکرم ولسوالۍ له طالبانو تصفیه شوه

د پکتیا سیدکرم ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عملیات

په پکتیا کې امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت د سقوط شوېو ولسوالیو د بېرته نیولو عملیات پیل شوي دي.

په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند نن شپه ازادي راډیو ته وویل، افغان ګډو ځواکونو چې د ضربتي یا کمپاین په نوم مشهور د 'کي.پي.اېف' ځانګړي ځواکونه یې هم ملتیا کوي، په پکتیا کې د سقوط شوېو ولسوالیو د بیا نیولو علمیات پیل کړي.

مومند وایي، د عملیاتو په لړ کې د سیدکرم ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له موجودیت پاکه شوې چې پر مهال یې د لومړنیو مغلوماتو له مخې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

مومند وایي، افغان ځواکونه د مېرزاکې په نوم د یوې بلې سقوط شوې ولسوالۍ د نیولو په تکل مخکې روان دي او په خبره یې جزییات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وایي، وسله والو طالبانو د سیدکرم ولسوالۍ د ودانۍ یو شمېر اداري توکي مات کړي، ځینې برخې یې سوځولي او اسنادو ته یې زیان رسولی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د پکتیا والي: وسله والو طالبانو یو دیني عالم وژلی

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وایي، وسله والو طالبانو د دې ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې یو تن دیني عالم نیولی او وروسته یې په ډزو وژلی دی.

دی وایي، مولوي فقیر محمد څمکنی د سیمې یو مشهور عالم و چې چهارشنبې په ورځ د وسله والو طالبانو له لوري ووژل شو.

په همدې ورځ وسله والو طالبانو د یادې ولسوالۍ د نیولو ادعا هم کړې وه.

د سیمې اوسیدونکي وایي، وسله والو طالبانو یاد دیني عالم ځکه په نښه کړ چې د افغان سرتېرو جنازې یې کولې او د طالبانو د روان جنګ مخالف و.

دا دیني عالم وروسته له هغې د وسله والو طالبانو له لوري وژل کېږي چې د وسله والو طالبانو مشر په یوه خپاره کړي اعلامیه کې خپلو جنګیالیو ته امر وکړ چې ملکي خلکو، عامه ځایونو او له جګړې لاس په سر شویو سرتېرو ته زیان و نه رسوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

چارواکي: ننګرهار کې د برښنا د پايي ویجاړونکی د خپل ماین ښکار شو

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د ننګرهار چارواکي وایي، د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې تېره شپه د برښنا پايې ته یو تن ماين خښوونکی د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شو.

د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته په را استول شوېو معلوماتو کې ویلي، د سره رود ولسوالۍ پير صيب زيارت ته څېرمه يو کس چې غوښتل يې د برښنا پايې ته ماين ځای پرځای کړي، د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.

که څه هم په دې اړه نور معلومات نه دي شریک شوي، خو تر دې وړاندې هم په ننګرهار سربېره په مرکز کابل او ځینو نورو سیمو کې د برښنا له لسو ډېرې پایې ویجاړې او الوځول شوي چې ورسره د ګڼو ولایتونو برښنا له له ستونزو سره مخ شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرو درې ورځ راهیسې په جلال اباد ښار کې په هرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې خلک له دوه تر درې ساعتونو پورې له برښنا برخمن دي.

امریکا افغانستان سره د کرونا ضد واکسین ۳ میلیونه ډوزه مرسته کوي

د جانسن اېنډ جانسن واکسین

د امریکا متحد ایالات له افغانستان سره د کرونا ویروس ضد واکسین میلیونونه ډوزه مرسته کوي.

رویټرز خبري اژانس د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي له قوله خبر ورکړی چې نوموړي ویلي، افغانستان ته به د جانسن اېنډ جانسن واکسین درې میلیونه ډوزه مرسته وشي.

دا مرسته داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د کرونا د ویا درېیمه څپه د خپرېدو په حال کې ده.

د افغانستان د روغتیا وزارت پرون پنجشنبه (د چنګاښ ۳مه) اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۶۷ نور کسان په کووېډ- ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او په دې موده کې ۶۳ کسان هم مړه شوي دي.

د دې وزارت په وینا په افغانستان کې په کروناویروس د اخته کسانو رسمي شمېر له یولک او یوولس زرو اوښتی او د دې ناروغۍ له کبله د مړینو شمېر ۴۵۱۹ کسانو ته رسېدلی دی.

څارونکي په دې باور دي چې په دې وبا د اخته کسانو شمېر ښايي تر رسمي شمېرو څو ځلي زیات وي.

امریکا د خپل پوځ لسګونه زره افغان ژباړونکي له افغانستانه باسي

ارشیف، هلمند کې یو شمېر امریکايي سرتیري له خپل افغان ژباړونکو سره

د امریکا حکومت په پام کې لري چې د امریکا د پوځ لسګونه زره ژباړونکي او نور هغه کسان چې د جګړې پر مهال یې په افغانستان کې له امریکايي سرتېرو سره کار کړی له افغانستانه وباسي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي له قوله چې نه غواړي نوم یې افشا شي خبر ورکوي چې وايي، په دې وروستیو کې بهر ته د هغو افغانانو د اېستلو کار چټک شوی چې په تېرو دوو لسیزو کې یې له امریکايي ځواکونو سره مرسته کړې ده.

یوې بلې سرچینې ویلي، د بایډن اداره په پام کې لري چې د سږني دوبي په پای کې او ښايي په اګسټ میاشت کې دا افغانان بهر ته ولېږدوي.

رویټرز خبري اژانس د امریکا د استازو جرګې د جمهوریپال غړي مایک مککاول له قوله خبر ورکوي چې وايي، دا افغانان ښايي متحده عربي اماراتو، بحرین، قطر او کوېټ ته ولېږدول شي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د امریکا او ناټو پوځي ځواکونه د سېپټمبر تر ۱۱مې نېټې پورې له افغانستانه ووځي، د بایډن اداره له افغانستانه د دې افغانانو د اېستلو په برخه کې د کانګرس د غړو، پخوانیو پوځيانو او نورو له پرله پسې فشار سره مخامخ ده.

چارواکي: بلخ کې ۲ کانالونه استفادې ته چمتو دي

په بلخ ولایت کې د یولمرب او ګذرګلدره کانال پیاوړتیا او سوپر پسیچ پروژه ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.

د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي چې په بلخ ولایت کې د دوو کانالونو د تحکیماتو د پروژې چارې بشپړې شوي او دا کانالونه استفادې ته چمتو دي.

د دې ادارې ویاند نظام خپلواک تېره شپه(پنجشنبه-د چنګاښ ۳مه) په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په بلخ ولایت کې د یولمرب کانال او د ګذره ګلدرې د سواحلو تحکیماتو پروژو چارې بشپړې شوي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. دا پروژه د اکټېد دفتر په مالي مرسته تطبیق شوه."

د ښاغلي خپلواک په وینا دا پروژه د شااوخوا ۴۰ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او له پنځوس زرو زیاتې کورنۍ ګټه ترې اخلي.

د اروپايي ټولنې او مسکو غونډه؛ روسیه: په اړه یې د وضاحت تمه لرو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې او مسکو ترمنځ د یوې غونډې د جوړېدو د وړاندیز په اړه ویلي دي تمه لري چې د دې غونډې د اجنډا او هدف په اړه وضاحت ورکړل شي.

سرګي لاوروف پرون د جون په ۲۴مه په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دی د دې وړاندیز څخه خبر شوی دی: "دا غوښتنه ولې اوس کېږي؟ ښايي په جنیوا کې د پوتین او بایډن له غونډې سره د وخت له پلوه ارتباط ولري. ښايي دا د دې نښه وي چې اروپايان غواړي خپله خپلواکي وښيي. کافي وضاحت نه شته دی او موږ له څه ویلو مخکې باید د دې وړاندیز جزییات ترلاسه کړو."

د امریکا او روسیې ولسمشرانو د جون په ۱۶ مه نېټه سره په جنیوا کې وکتل.

د اروپايي ټولنې د سرمشریزې په درشل کې فرانسې او جرمني د جون په ۲۳مه د اروپايي ټولنې او مسکو د غونډې د جوړېدو وړاندیز وکړ چې د دې ټولنې د ځینو غړو له غبرګون سره مخامخ شو.

امریکايي سفیر جان سولیوان له ۲ میاشتو وروسته مسکو ته ستون شو

په روسیه کې د امریکا د متحدو ایالاتونو سفیر جان سولیوان

په روسیه کې د امریکا د متحدو ایالاتونو سفیر جان سولیوان له دوو میاشتو وروسته مسکو ته ستون شو.

سولېوان پرون د جون په ۲۴مه نېټه اعلان وکړ چې مسکو ته ستون شوی او د امریکا د بهرني سیاست د لومړیتوبونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیاوړو او اټکل وړ اړیکو د جوړولو لپاره د سفارت له ټیم سره همکارۍ ته چمتو دی.

د روان کال په مارچ میاشت کې د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل چې د ده په باور د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین قاتل دی.

له دې څرګندونو وروسته په واشنګټن کې د روسیې سفیر د سلامشورو لپاره مسکو ته را وغوښتل شو چې هغه هم په دې وروستیو کې واشنګټن ته ستون شو.

بایډن او پوتین د جون په شپاړلسمه د امریکا او روسیې له سرمشریزې وروسته اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په هدف د هڅو په ترڅ کې به سفیران بېرته خپلو ماموریتونو ته ستنېږي.

د امریکا میامي کې یوه ودانۍ نړیدلې؛ ۹۹ کسان لا بې برخلیکه دي

د امریکا په میامي ښار نړیدلې ودانۍ

د امریکا په میامي ښار کې د یوې ودانۍ د نړېدو په پېښه کې لږ تر لږه یو تن مړ شوی او د نورو ۹۹ کسانو د برخلیک په اړه جزییات نه دي ترلاسه شوي.

د چارواکو په وینا پرون پنجشنبه (د چنګاښ ۳مه) نیمه شپه د فلورېډا ایالت په میامي ښار کې د خلکو د استوګنې یوه ۱۲ پوړیزه ودانۍ ونړېده.

د راپورونو له مخې د ژغورونکو ډلو سلګونه کسان په دې پېښه کې د ژوندیو کسانو د موندلو لپاره هڅه کوي. د دې ودانۍ د نړېدو علت نه دی معلوم.

د چارواکو په وینا لږترلږه ۳۵ کسان د ودانۍ له کنډوالو څخه ژغورل شوي خو دا وېره شته چې ښايي ځینې کسان مړه یا تري تم شوي وي.

د میامي دېډ سیمې کمېشنر ویلي چې د ده د اټکل له مخې په دې ودانۍ ۵۱ کسان اوسېدل.

چارواکي وايي، دې ودانۍ له ۱۳۰ زیات اپارتمانونه درلودل چې په شااوخوا اتیاوو کې یې خلک اوسېدل.

اروپايي اتحادیې پر بلاروس د نورو اقتصادي بندیزونو پر لګولو سلا وکړه

بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د مشرانو غونډه

د اروپايي اتحادیې مشرانو په بلاروس کې د خلکو د ځپلو د پای ته رسېدو د غوښتنې ترڅنګ پر دغه هېواد د نورو اقتصادي بندیزونو پر لګولو سلا وکړه.

دوی نن د بروکسل په غونډه کې د بلاروس د زورواک واکمن الکساندر لوکاشینکا د رژیم پر لویو عایداتي سرچینو او د دغه هېواد د اقتصاد پر کلیدي سکټورونو بندیزونه تصویب کړل.

د لوکاشینکا رژیم د تېر کال د اګسټ میاشتې له لانجمنو انتخاباتو راوروسته په دې خاطر تر نړیوال فشار لاندې دی چې سیاسي مخالفان او خپلواکې رسنۍ په بې‌رحمانه ډول ځپي.

چین کې د افغانستان سفارت افغان کلتوري خونه پرانیسته

د افغانستان او چین بیرغونه

په چین کې د افغانستان سفارت په پیکېنګ کې افغان کلتوري خونه پرانیسته.

افغان سفیر جاوېد قایم ازادي راډیو ته وویل چې د دې خونې د جوړولو لپاره له یو کال راهیسې کار روان و.

افغان سفیر همداراز وویل چې د دې کلتوري خونې ترڅنګ د افغاني غالیو یو نندارتون د نندارچیانو لپاره پرانیستل شوی دی.

د ښاغلي قایم په وینا، د افغانستان د کلتوري خونې په پرانیستونکو مراسمو کې د چینايي چارواکو ترڅنګ د ۱۵ هېوادونو سفیرانو هم ګډون کړی و.

تمه ده جوبایډن سبا جمعه له ولسمشر غني سره وګوري

ارشیف، ولسمشر غني او ولسمشر بایډن، عکس تزئیني بڼه لري

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن سبا د افغانستان له ولسمشر محمدا شرف غني سره په سپینه ماڼۍ کې وویني.

ولسمشر غني، لومړی مرستیال یې امرالله صالح، د ملي مصالحې د عالي شورا رييس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او یو شمېر چارواکي تېره شبه له کابله له ولسمشر غني سره واشنګټن ته روان شول.

د ولسمشرۍ د چارو د ادارې رييس فضل محمود فضلي امریکا ته د ولسمشر د سفر په اړه د افغانستان ملي تلویزیون ته وویل: "هغه ژمنې چې په تېرو دوو – درېيو میاشتو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او ولسمشرۍ په اعلامیو کې خپرې شوي، زموږ د ولسمشر او د امریکا د ولسمشر ترمنځ د پراختیا، بشري مرستو او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مالي او دیپلوماتیک ملاتړ د عملي کولو او نهايي کولو په اړه د نظرتبادله کېږي."

وسله والو طالبانو امریکا ته د ولسمشر غني سفر بې ګټې بللی دی.

د لوګر چارواکي: د ازرې ولسوالۍ د سقوط خبر ناسم دی

د افغانستان په نقشه کې د لوګر ولایت

د لوګر ځایي چارواکي وایي، د ازرې ولسوالۍ د سقوط خبر ناسم او تبلیغاتي دی.

د لوګر د پولیسو ویاند ګل حیدر احمدي ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته نښته روانه ده او تر دې مهاله یادې ولسوالۍ سقوط نه دی کړی.

دی وایي، ولسوالۍ له افغان ځواکونو سره ده او دښمن تبلیغاتي جنګ پیل کړی دی.

په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي، تېره ورځ یې هم په یاده ولسوالۍ کې هوایي عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبه (د چنګاښ ۳مه) سهار ادعا وکړه چې یاده ولسوالي یې سقوط کړې او ۵۰ سرتیري یې ژوندي نیولي دي.

په ختیځ کې د درېیمې لوا درستیزوال 'نورجان' ووژل شو

د ملي اردو د درېیمې لوا درستیزوال نورجان

په ختیځ کې د ملي اردو د درېیمې لوا درستیزوال نورجان ووژل شو.

د ننګرهار یوې حکومتي سرچینې تائید کړه چې ډګروال نورجان نن پنجشنبه (د چنګاښ ۳مه) سهار شااوخوا ۷ بجې د شېرزادو ولسوالۍ په پټلو کلي کې د نښان ویشتونکي ټوپ په مرمۍ لګېدلی او وژل شوی دی.

ازادي راډیو ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، نورجان تر دې وړاندې د سرحدي لومړۍ لوا درستیزوال و چې بیا تقاعد شو، خو د نوموړي د ښو خدمتونو، زړورتیا او د جګړه ېیزې منصبدارۍ د وړتیا درلودو له کبله رفع تقاعد او د بیا ځل لپاره د درېیمې لوا درستیزوال وګومارل شو.

تر اوسه په ښکاره توګه د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی، خو په سیمه کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د وسله والو طالبانو پر ضد د افغان حکومت نظامي عملیات روان دي چې د دواړو لوریو ترمنځ د نښتو او یو بل ته د مرګ ژوبلو او زیانونو خبرونه ورکول کېږي.

د یکاولنک-دره صوف واټ د جوړولو چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د بامیان یکاولنګ او د سمنګان د دره صوف واټ د جوړولو کار ٦٠ سلنه بشپړ شوی دی.

دغه واټ چې د شمال او جنوب دهلېز شمېرل کېږي په ګټې اخیستنې سره به بازارونو ته د خلکو د کرنیزو محصولاتو د لېږد کې اسانتيا برابره کړي.

د افغانستان د فواید عامې وزارت نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه واټ د ۱۸۳ کیلومترو په اوږدوالي او ١٠ مترو په سور د بامیان یکاولنګ ولسوالۍ د سمنګان له دره صوف ولسوالۍ سره نښلوي او د شمال – جنوب دهلیز شمېرل کېږي.

د اسیايي پرمختیايي بانک د دغه واټ د جوړولو لګښت ورکوي.

د دغه واټ د جوړولو کار څه نا څه شپېته سلنه بشپړ شوی دی او ټاکل شوې ده تر راتلوونکو شپږو میاشتو کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG