د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د بې ځایه شویو کډوالو شمېر د تېرکال په پرتله ۶ میليونه زياته شوې


د کډوالو لپاره د ملګري ملتونو عالي کمشنرۍ يا (UNHCR) وايي، چې د هغو خلکو شمېره چې د جګړو او کړکېچونو له کبله له خپلو ځايونو څخه تېښتې ته اړ شوي دي، د لومړي ځل لپاره د دوهمې نړېوالې جګړې را په دې خوا، تر پنځوس میليونه زياته شوې ده.

د کډوالو لپاره د ملګري ملتونو د عالي کمشنرۍ يا (UNHCR) د کلني راپور له مخې، د کډوالو او هغو خلکو شمېره چې په خپلو هېوادونو کې دننه بې ځايه شوي دي، د ۲۰۱۳ کال تر پايه، ۵۱.۲ میليون ته رسېدلې ده چې د تېرکال په پرتله ۶ میليونه زياته شوې ده.

دا راپور د کډوالو په نړېواله ورځ چې د جون ۲۰مه ده، خپور شوی دی.

د ملګري ملتونو د کډوالو عالي کمشنر، انتونيو ګوتيريس خبريالانو ته وويل، په ټوله نړۍ کې د په زوره بې ځايه کړل شويو کسانو شمېره په ناببره توګه لوړه شوې ده.

د کډوالو لپاره د ملګري ملتونو عالي کمشنرۍ يا (UNHCR) په وينا، يوازې د سوريه کورنۍ جګړې ۹ مليونه خلک دې ته اړ ايستلي دي چې خپل کورونه پريږدي.

په دې هېواد کې جګړه د ۲۰۱۱ کال د مارچ په مياشت کې پيل شوه او ۲.۵ مليونه خلک دې ته اړ شوو چې سوريه پريږدي او ۶.۵ مليونه نور په هيواد کې دننه بې ځايه شول.

د (UNHCR) په وينا، د اوکراين او عراق د جګړو له کبله اټکل کېږي چې نور خلک به خپل کورونو پرېښودلو ته اړ شي.

(UNHCR) وايي، پرمختيايي هېوادونه د نړۍ ۸۶ په سلو کې کډوالو ته ځای ورکړی دی.

پاکستان د ۱.۶ مليونه کډوالو ته په ځای ورکولو سره د کډوالو لپاره د نړۍ تر ټولو لوی کوربه هیواد دی او بيا ايران او لبنان دي.

د ملګري ملتونو دغه اداره وايي چې دوی په ځانګړې توګه د هغو کوچنيانو لپاره چې تېښتې ته اړ دي، اندېښمن دي.

دې ادارې د کوچنيانو هغه ۲۵،۳۰۰ شمېرې ته اشاره وکړه چې په ۲۰۱۳ کال کې په نورو هيوادونو کې بې له پلاره او موره يوازي پناه اخيستلو ته اړ شوي وو.

ګوتيريس خبريالانو ته وويل، د امنيت نړيواله شورا په ځينې حساس وختونو کې نشي کولی په نړې کې د جګړې مخه ونيسي او يا يې بنده کړي.

د بخښنې نړېوالې ادارې هم د کډوالو په نړېواله ورځ په خپله يوه اعلاميه کې د ملګري ملتونو د امنيت پر شورا انتقاد کړی دی او ويلي يې دي چې دغه شورا په نړۍ کې په سوله او امنيت راوستلو کې پاتې راغلې ده.
XS
SM
MD
LG