د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

د افغانستان په برخه کې د پاکستان په تګلارې کې ژور بدلون راغلي


فارين پاليسي خپرونې د پاکستان له يو شمير امنيتي چارواکو سره خبرې کړې دي او د هغوی نظر يې د افغانستان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته د افغانستان په اړه اخيستي دي.

دغه خپرونه ليکي، چې د پاکستان په امنيتي ادارو کې د افغانستان په اړه خوشيبيني زياته شوې ده. خپرونه د پاکستان د استخباراتو د ادارې د يوه جګپوړي چارواکي په وينا ليکي؛ چې دا مهمه نه ده چې، په افغانستان کې عبدالله عبدالله انتخابات ګټي يا اشرف غني؛ خو د افغانستان د انتخاباباتو ډيموکراتيک بهير په خپله په دغه هيواد کې د ثبات او پرمختګ نخښه ده.

د فارين پاليسي په خپرې کړې مقالې کې؛ د يو شمير جګپوړيو امنيتي چارواکو په وينا ورته نظر ورکړل شوي دي او ويل شوې دي چې؛ د افغانستان په اړه د پاکستان په تګلارې کې ډراماتيک بدلون راغلي دي.

د اسلام اباد د نوې تګلارې له مخه بايد په افغانستان کې مداخله ونه شي او د ځانګړي کس ملاتړ ونه شي او د مسلم ليګ نواز حاکم ګوند هم دغه پاليسي لري.

په تېرو کلونو کې داسې ويل کيدل چې؛ پاکستان په افغانستان کې د ستراتيژيک عمق تګلاره عملي کوي؛ خو فارين پاليسي د يوه جګپوړي پاکستاني امنيتي چارواکي په وينا خبر ورکوي چې؛ دغه تګلاره د شوروي اتحاد د يرغل د زمانې ده چې؛ نن ورځ د منلو نه ده، ځکه چې په سيمه کې تغييرات راغلې دي.

پاکستان پخوا دې ته هم انديښنه لرله چې؛ کابل بايد له نوي ډيلي سره ډېر نژدې روابط ونه لري؛ خو د اسلام اباد نوې پاليسي په دې برخه کې د فارين پاليسي د خپرونې له مخې د درېيو علتونو له کبله بدله شوې ده.

لومړی علت يې دا دی چې د پاکستان امنيتي ادارې اوس دا مني چې؛ افغانستان د خپل پرمختګ لپاره سيمه ييزو شريکانو ته اړتيا لري.

دوهم علت يې دا دی چې، پاکستان په دې پوهيږي چې هند له افغانستان سره ګډ سرحد نه لري؛ نو پر افغانستان ډېر اغيز نه شي کولي.

درېيم علت يې د فارين پاليسي په باور؛ دا دی چې، د پاکستان امنيتي ادارو له افغان مشرانو سره ښه تفاهم پيدا کړي او ښه اړيکي لري.

خپرونه بيا وړاندې پاکستان ته وړانديز کوي چې؛ له هند څخه بايد د پرمختګ ستراتيژي زده کړي؛ څو د افغانانانو زړونه او فکرونه خپل کړي.

هند د طالبانو له سقوط وروسته شاوخوا دوه ميليارډه ډالر مرستې له افغانستان سره کړې دي. دغه هېواد په لرې پرتو سيمو کې سړکونه جوړ کړې دي، روغتونونه يې ودان کړې دي او له افغانانو سره يې د کتابونو او دواوو کومکونه کړې دي.

فارين پاليسي وړاندې ليکي چې؛ له اکثرو پاکستاني چارواکو سره چې يې مرکه کړې ده؛ هغوی د افغانستان راتلونکې ته ډاډه وو او خوشبينه وو او حال دا چې څو کاله مخکې يې دغسې نظر نه درلود.

د خپرونې په باور د دې علت د افغانستان انتخابات دي چې؛ ځوان او زاړه برخه په کې واخيسته.
XS
SM
MD
LG