د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

"د انتخاباتو ګټونکي افغان ولس او ماته خوړونکي طالبان دي"


لوېدیځو ورځپاڼو په پراخه اندازه د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم دور انتخاباتو په اړه مطالب او مقالې خپرې کړي دي.

فارن پالیسي:

فارن پالیسي لیکي، تر اوسه څوک نه پوهیږي چې دا انتخابات چا ګټلي؛ خو یوه خبره ښکاره چې اصلي ګټونکی د افغانستان ولس دی او اصلي ماته طالبانو او القاعده شبکې خوړلې ده.

خپرونې په انتخاباتو کې د خلکو ګډون پراخ بللی دی او لیکلي يې دي چې، د افغانستان خلک د خپل نوي مشر د ټاکلو لپاره زیاته لیوالتیا درلوده.

فارن پالیسي زیاتوي طالبان ونه توانیدل چې دا انتخابات ګډوډ کړي.

د مطلب لیکونکي د افغانستان ځواکونو پیاوړتیا او توانمندي هم یاده کړې ده او په دې برخه کې يې دوه پیشنهاده کړي دي.

فارن پالیسي د افغان ځواکونو په مالي ملاتړ ټینګار کړی او لیکي چې، په تیرو لسو کلونو کې شاوخوا پنځوسو هیوادونو د افغان امنیتي ځواکونو د جوړښت لپاره مالي مرسته کړې ده.

د دې خپرونې دوهم پیشنهاد په افغانستان کې له روان میلادي کال وروسته د شاوخوا ۱۵ زرو امریکايي سرتیرو د پاتې کېدو په اړه دی؛ څو دا ځواکونه افغان سرتیرو ته د روزنې، تجهیز، اطلاعاتو او روغتیا په برخو کې لازمه زمینه برابره کړي.

والسټریټ ژورنال:


والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان د راتلونکې ولسمشر په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

ورځپانه د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان د لویدیځ پلویان ګڼي.

والسټریټ ژورنال لیکي، د افغانستان د انتخاباتو وروستۍ پایلې څرګندیدو ته یوه میاشت په مخکې ده؛ خو مهم چیلنج دا دی چې، بایلونکی کاندید خپله ماته ومني.

دواړو کاندیدانو ویلي چې، د بریالتیوب په صورت کې به له متحده ایالاتو سره امینتي تړون لاسلیک کړي.

خو د ورځپاڼې په خبره، د راتلونکې جمهور رییس لپاره تر ټولو مهم کار له طالبانو سره د سولې خبرې کول دي.

والسټریټ ژورنال زیاتوي، د افغانستان نوی ولسمشر به اړ وي چې؛ د پاکستان حکومت وهڅوي، چې نور افغانان د طالبانو پر وړاندې د پاکستان دوه مخیزه پالیسي نه مني.

کرسچین ساینس مونیټور:

کرسچین ساینس مونیټور، خپل مطلب په دې پوښتنې سره چې ایا په ریښتیا له ۷ میلیونو زیاتو کسانو په انتخاباتو ګډون وکړ؟ پیل کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، میلیونو افغانانو د طالبانو د ګواښونو پروا ونه کړه او د رایو مرکزونو ته لاړل، خو پوښتنه دا ده چې، په دې پروسه کې د خلکو د ګډون اندازه څومره وه.

ورځپاڼې په کابل کې د انتخاباتو د کمیسون د چارواکو خبره راخستې چې؛ ویلي يې دي، تیر ځل صندوقونه له رایو ډک وو؛ خو په دوهم دور کې صندوقونه نیمه ډک وو.

خو کرسچین ساینس مونیټور د نړېوالو انتخاباتو د ډیموکراټیک څار د ماموریت د مشر ګریګ مینجاک دا خبره نکل کړی چې؛ ویلي یې دي، دا ځل انتخابات اسانه وو، ځکه په لست کې یوازې دوه کاندیدان وو.
XS
SM
MD
LG