د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

د کراچۍ په هوايي ډګر د حملې په اړه ازبکې رسنۍ چوپ دي


د ازبکستان دولتي رسنيو په دې هکله چې د کراچۍ په هوايي ډګر د وروستي بريد مسوليت د ازبکستان اسلامي تحريک پر غاړه واخيست، سکوت اختيار کړی دی.

دا چپتيا ډېره عجيبه ځکه ده چې د ازبکستان دولت پرخپل ځپونكي سياست د پردې اچولو لپاره د تروريزم خطر زيات ښيي.

د ازبکستان اسلامي تحريک د تيرې سې شنبې په ورځ د انټرنيټ له لارې يوه اعلاميه خپره کړه چې؛ په کې يې د کراچۍ پر هوايي ډګر د بريد پړه پر خپله غاړه واخيسته.

د دې اعلاميې له مخې، دغه حمله د ازبکستان د اسلامي تحريک جنګياليو د پاکستاني پوځ له خوا په شمالي وزيرستان کې د بمباريو او د شپې له خوا د حملو د غچ اخيستلو لپاره ترسره کړې وه.

تېره اوونۍ د کراچې پرهوايي ډګر بريد د شپږو ساعتو لپاره دوام وکړ او د ۳۹ ملکي کسانو په شمول د ازبکستان اسلامي تحريک مشکوک جنګيالي هم په کې مړه شول.

د يورو اشيا د خبري رسنۍ په وينا، د تيرې جمعې تر ورځې، په ازبکستان کې هيڅ دولتي يا نيمه دولتي رسنۍ د دغه بريد خبرنه دی خپور کړی او دې ته يې هم کومه اشاره نه ده کړې چې د ازبکستان اسلامي تحريک په کې لاس درلود. ان د اوزميترونوم ويب پاڼې چې لږ څه خپلواکه ګڼل کېږي، له دې موضوع څخه ډډه کړې ده.

په ازبکستان کې ځيني څارونکي په دې باوردي چې اوزميترو نوم د دې هېواد د استخباراتو سره اړيکې لري. خو د دې ويب پاڼې استازي دغه تورونه په کلکه ردوي.

خو بيا هم داسې ويل کيږي، چې يوازې يوې ازبکي خبري رسنۍ د ازبکستان د اسلامي تحريک له خوا د دې بريد په هکله راپور ورکړی دی.

داسې معلوميږي چې دغه ازبکې رسنۍ د پاکستان رسنۍ له نيږدې څارلې دي.

د تيرې چارشنبې په ورځ، د جوهان خبري اژانس، چې ويل کيږي د ازبکستان د بهرنيو چارو د وزارت سره ارتباط لري، له اسلام آباده يو راپور ورکړی وو.
XS
SM
MD
LG