یو شمېر نړېوالو نشریو او ورځپاڼو د افغانستان د انتخاباتو د دوهم دور په اړه مقالې خپرې کړي دي.
واشنګټن پسټ:
واشنګټن پسټ ورځپاڼه لیکي، افغانان د طالبانو له ګواښونو سره سره د رایو مرکزونو او محلونو ته ولاړل چې د افغانستان په تاریخي انتخاباتو کې برخه واخلي.
۶۱ کلن محمد انور پرون په کابل کې د رایو په یوه مرکز کې د خپلې رایې تر کارولو وروسته دغې ورځپاڼي ته ویلي چې؛ ډیر هیجاني دی او ډیرو خلکو په لیوالتیا سره رایې وکارولې.
د واشنګټن پسټ په خبره د اشرف غني احمدزي او عبداله عبداله تر منځ د واک پر سر سیالي به د افغانستان په تاریخ کې د واک د لومړني سوله ییز لیږد په نوم ولیکل شي؛ خو د لیکوال په باور که چیرې یې نتایج په شخړو او لانجو وانه وړي.
نیویارک:
په همدې حال کې نیویارک ټایمز لیکي چې؛ افغانانو پرون د افغانستان د انتخاباتو په دوهم او وروستي دور کې رایه ورکړه چې؛ خپل راتلونکی مشر وټاکي او دا مشر به په هغه وخت کې چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي؛ د هېواد چارې به پر مخ وړي.
ورځپاڼه د افغانستان د پوځ د یوه متقاعد ډګروال رسول داد حاجي زاده له قوله لیکي چې؛ وايي، دا زموږ هیله وه چې، یوه ورځ خپل د خوښې ولسمشر وټاکو.
د افغانستان د انتخاباتو په دوهم دور کې له اشرف غني احمدزي او عبداله عبداله څخه یو به یې د خلکو د رایو له مخې د حامد کرزي ځای ناستی شي.
ورځپاڼه لیکي، حامد کرزي پرون له خلکو وغوښتل چې؛ رایه ورکړي.
ولسمشر کرزي د افغانستان خلکو ته په وینا کې وویل چې؛ په خپلو رایو خپل برخلیک وټاکئ او موږ پر بهرنیانو له اتکا څخه راوباسئ.
ښاغلي کرزي له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون له لاسلیک کولو ډډه کړې ده.
د دغه تړون لاسلیک په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په تېره بیا د امریکا متحده ایالاتو د حضور د دوام په اړه مهم بلل کیږي.
انډپنډنټ:
د بریتانیا چاپ انډپنډنټ ورځپاڼي په خپل یوه مطلب کې لیکي چې؛ د افغانستان د انتخاباتو د دوهم دور کاندیدانو دواړو ژمنه کړې چې؛ د بریالیتوب په صورت کې به له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړي.
د همدې ورځپاڼي په باور، هر کاندید چې ګټونکی شي، هغه به د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د افغان ځواکونو د، د اقتصاد او د دغه هېواد د بنسټونو د پیاوړتیا په برخو کې له ستونزو سره مخامخ وي؛ هغه هم په داسي وخت کې چې د ورځپاڼي په باور له افغانستان سره د نړیوالو مرستي مخ پر کمېدو دي.