د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

د انتخاباتو کمیسیون: په دویم ځلي ټاکنو کې درغلۍ شوي دي


که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ژمنه کړې وه چې؛ د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو شفافیت به تامین کړي؛ خو اوس د دغه کمیسیون چارواکو منلې چې؛ په دې پړاو کې هم ځینې درغلۍ شوي دي.

د دغه کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني د شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ په دې پړاو انتخاباتو کې د درغلیو سطحه د تېر دور په نسبت کمه وه.

ښاغلي نورستاني د درغلیو د اندازې د کموالي علت د رسنیو او زرګونو کورنیو او بهرنیو څارونکو موجودیت وباله:

"زه فکر کوم چې دا ځل درغلۍ کمې دي. د دې لپاره چې د دواړو کاندیدانو او څارونکو بنسټونو څارونکي دغه پروسه له نږدې ګوري. په عین حال کې د کمیسیون کارکونکو ته هم سپارښتنه شوې ده چې؛ د لومړي دور تېروتنې تکرار نه شي."

ښاغلي نورستاني وویل، که چیرې د انتخاباتو کمیسیون کارکوونکي له کوم کاندید نه په پلوۍ تورن شي؛ عدلي او قضايي ارګانونو ته به وروپیژندل شي.


نوموړي همداراز د ځینو زورواکو مداخلې وغندلې.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون رییس په ځینو مرکزونو کې د رایو پاڼو د کمښت مساله هم ومنله؛ خو ویې ویل، په کوم مرکزونو کې چې د رایو پاڼو د کمښت رپوټ ورکړل شوی؛ په کم وخت کې ورته بېرته رایې پاڼې لیږل شوي دي:

"د لویو ښارونو په ځینو سیمو کې له دولس یا یوې بجې وروسته رایې پاڼې یا خلاصې وې یا هم کمې شوې وې چې؛ زموږ ولایتي استازو موږ ته راپور راکړی او په کم وخت کې مو هغوی ته بېرته رایې پاڼې ور استولي دي."

د رایې ورکوونې په ځینو مرکزونو کې په داسې حال کې رایې پاڼې کمې شوې وې؛ چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان کړی وو؛ چې د دغې ستونزې د مخنیوي لپاره یې ۱۵ میلیونه رایې پاڼې چاپ کړې وې.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې؛ تمه وه د جمهوري ریاست په دویم دور انتخاباتو کې ۶۳۶۵ مرکزونه چې ۲۳۱۳۶ محلونه کیږي؛ د رایې ورکونکو پر مخ پرانیستي وي؛ خو دا چې له دې ډلې څومره به یې تړلي پاتې وي وروسته اعلانیږي.
XS
SM
MD
LG