د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۱۰

صدیقي: هیله ده چې په انتخاباتو کې د ښځو ګډون کچه ۵۰فیصدو ته لوړه شي


د افغانستان د نوې کرښې سازمان وايي، هیله لري چې د جمهوري ریاست په دوهم دور انتخاباتو کې د ښځو ګډون کچه له ۳۶ نه پنځوس فیصدو ته لوړه شي.

د دې سازمان چارواکي وايي، چې د ځینو ستونزو له امله په تېرو انتخاباتو کې د نارینو په پرتله د ښځو ګډون کچه کمه وه.

ټاکل شوې چې؛ د راتلونکې شنبې په ورځ په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو دوهم دور ترسره شي.

سازمان خط نو یا د نوې کرښې سازمان چارواکي وايي، د جمهوري یاست په دوهم دور انتخاباتو کې یې د ښځو د پراخ ګډون په هدف په پنځلسو ولایتونو کې کور په کور د جوماتونو او رسنیو له لارې کمپاینونه کړي دي.

د دې سازمان مشر فهیم صدیقي د چهارشنبې په ورځ خبریالانوته وویل امید لري، دا ځل په انتخاباتو کې د ښځو د ګډون کچه له 36 فیصدو نه پنځسو فیصدو ته لوړه شي:

″زموږ اساسي هدف دا دی چې د انتخاباتو په لومړي دور کې د ښځو د ګډون کچه پنځه دیرش فیصده وه، دا ځل توقع لرو، چې دغه ارقام پنځوس فیصده ته لوړ شي، د لومړي دور له انتخاباتو نه وروسته په انتخاباتو کې د ښځو په ځانګړې د اطرافي ښځو د ګډون په هدف سازمان خط نو کمپاینونه وکړل.″

ښاغلي صدیقي له امنیتي ځواکونه وغوښتل، چې د انتخاباتو په ورځ د ټولو او په ځانګړې توګه د ښځو د رايي ورکونې د محلونو امنیت ټینګ کړي، چې ښځې په پراخه کچه په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

فهیم صدیقي وايي، د امنیت نشتوالی، په محلونه کې د ښځینه پولیسو کموالی او د ناظرینو نشتون بیا هم کولای شي چې په انتخاباتو کې د ښځو ګډون کم رنګه کړي:

″درې اساسي دلایل ول چې په تېرو انتخاباتو کې د ښځو پراخ ګډون ته صدمه ورسوله د رای په مرکزونه کې د ښځینه کارکوونکو نشتوالی همدرانګه په ځینو محلونو کې دښځینه پولیسو نشتون او هم د رای په مرکزونو کې د ملي ناظرینو نه ګډون و.″

ښاغلي صدیقي د جمهوري ریاست له کاندیدانو او د هغوي له مرستیالانو وغوښتل، چې په انتخاباتو کې د افغان ښځو د پراخ ګډون په هدف له خپلو ښځو سره یوځای د رایو ورکونې مرکزونو ته ولاړ شي.

ټاکل شوې چې د جمهوري ریاست انتخابات د را روانې شنبې په ورځ ترسره شي او وروستۍ پایلې به یې د سرطان په ۳۱ مه نیټه اعلان شي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG