د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۰۸

مشرانو جرګه: پر عبدالله عبدالله د شوي بريد په اړه حقایق باید روښانه شي


د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو کاندید عبدالله عبدالله پر موټرو د جمعې ورځې انتحاري حملې د مشرانو جرګې جدي غبرګون راپارولی دی.

مشرانو جرګې د دغې حملې د غندلو ترڅنګ پر حکومت غږ وکړ چې؛ د کاندیدانو امنیت دې ټینګ کړي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلم یار د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې له حکومته وغوښتل چې؛ د دې برید په اړه دې حقایق روښانه کړي.

د تیرې جمعې په ورځ د جمهوری ریاست د دوهم دور انتخاباتو کاندید عبدالله عبدالله د موټرو پر کاروان هغه مهال انتحاري حمله وشوه چې؛ له یوې انتخاباتي غونډې نه راوتلی وو.

په دې پیښه کې نوموړي ته کوم زیان ونه رسیده؛ خو د هغه د درېیو ساتونکو په ګډون دولس کسان ووژل شول او څلویښت نور ټپیان شول.

په همدې حال کې یو شمېر سناتوران د جمهوری ریاست له دواړو کاندیدانو غواړي چې؛ د ملکي تلفاتو د مخنیوي او د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره دې د لویو غوڼډو له جوړلو ډډه وکړي.

د مشرانو جرګې دوه غړي محې الدین منصف او مولوي محمود:

"۱- د جمهوري ریاست کاندیدان چې ولایتونو ته سفر کوي او لویې غونډې جوړوي څرنګه چې د پروګرامونو څخه یې ټول خلک خبر دي؛ نو ضرور نه ده چې دومره ډیر کوششونه وکړي؛ که څه هم قانون ورته اجازه ورکوي؛ خو څرنګه چې د تروریستي حملو ویره وي؛ نو د دې لپاره چې نه دوی او نه د خلکو لپاره جنجال وي ښه دا ده چې خپلې غونډې کمې کړي.

۲- د جمهوري ریاست د کاندیدانو امنیت په هماغه اندازه مهم دي؛ لکه د جمهور رییس امنیت چې مهم دی، که خدای مه کړه، د امنیتي ارګانونو څخه لږه بې پروایې هم وشي؛ نو دا به د افغانستان دښمانانو ته ډیر لوی مورال ورکړي."


په ورته وخت کې یو شمېر افغان سناتوران د کشفي او استخباراتي ادارو په فعالیتونو انتقاد کوي او وایي تر هغه چې دا بنسټونه لازمه توانايي ونه لري؛ امنیتي ګواښونه به همداسې دوام ولري.

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې پر عبدالله عبدالله انتحاري حمله له هیواده بهر پلان شوې وه او ټینګار یې کړی و، چې جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتو د کاندیدانو لپاره یې جدي امنیتي تدابیر نیولي دي.
XS
SM
MD
LG