د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۳۲

ولسي جرګې پرکونړ د پاکستان له لوري د راکټونو ویشتل وغندل


د ولسي جرګې غړیو د چهارشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې د کونړ ولایت پرسرحدی سیمو د پاکستان له لوري د راکټونو ویشتل وغندل.

دوی وویل، دا راکټونه چې له څو ورځې راهیسي د دې ولایت د دانګام او شیګل پر ولسوالیو لګیدلي، خلکو ته یي ځاني او مالي زیانونه اړولي او ډیر یي د کورونو پریښودو ته اړ ایستي دي.

پر پیښې د بحثونو وروسته د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د جرګې دفاعي او ملي امنیت کمیسیونونو ته سپارښتنه وکړه، چې یو پلاوی دې کونړ ولایت ته ولاړ او وضعیت دې له نږدې وویني.

ده دا هم وویل، د راتلونکي شنبې په ورځ یي د امنیتي ارګانونو مسئولین د جرګې غونډې ته غوښتي او موضوع به ورسره شریکه کړي.
تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG