د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۲۹

نور: په تور لست کې د شاملو کسانو پرځای د نویو کسانو ګمارل پیل شول


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د هغو زرګونو کارکوونکو پرځای یې د نویو کسانو ګمارل پیل کړي چې په انتخاباتي درغلیو کې یې لاس درلود.

د دې کمېسیون ویاند نورمحمد نور د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د دې کمیسیون نږدې پنځه زره څلور سوه کارکوونکي د دوی لخوا له دندو ګوښه شوي دي.

د انتخاباتو د څار موسسه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له دې اقدامه هرکلي کوي او وایي، چې نوي کسان باید د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې استخدام شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ټینګار کوي، چې د دې څه باندې پنځو زرو کسانو په ګمارنې کې به دقت او شفافیت په بشپړډول په پام کې نیول کیږي.

د دې کېسیون ویاند نور محمد نور د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، په مجموعي ډول پنځه زره درې سوه اته اتیا کسان په تورلست کې شامل شوي، چې د دوی پرځای د نویو کسانو د ګمارنې لړۍ پیل شوې:

″د هغو افرادو او اشخاصو پرځای چې دوی په تورلست کې شامل شوي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یې په استخدام باندې پیل کړی او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دهغوی په عوض ځینې نور او وړ کسان استخداموي،چې دغه پروسه په څلوردیرش ولایتونو کې عملآ پیل شوې ده. ″

ښاغلی نورزیاتوي د انتخاباتو کمېسیون له تېرو ګمارنو څخه ښې تجربې ترلاسه کړې او نویو کارکوونکو په ګمارلو کې به له پوره دقت څخه کار واخلي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باندې داسې انتقادونه موجود و، چې د جمهوري ریاست د لومړي دور په انتخاباتو کې یې یوشمېر کارکوونکي په درغلیو کې لاس درلود.

مدني ټولنو او کاندیدانو له دې کمېسیون نه وغوښتل چې په درغلۍ تورن کارکوونکي ګوښه او عدليي او قضايي ارګانونو ته ور وپیژني.

د انتخاباتوخپلواک کمیسیون له دې انتقادونو نه وروسته خپل پنځه زره درې سوه اته اتیا تنه کارکوونکي د انتخاباتوپه لومړي دورکې په درغلیو کې د لاس لرلوله امله له دندو لرې کړل.

د انتخاباتو د څار کورنۍ موسسې له دې کارڅخه هرکلی کوي او ټینګار کوي چې د نویو کسانو ګمارل باید د څارونکو ادارو لخوا په ټینګه وڅارل شي.

د انتخاباتو د څار موسسې مشر جانداد سپین غر وايي د انتخاباتو دنویو کارکوونکو په ګمارلو کې باید د انتخاباتو قانون په پام کې ونیول شي:

″دغه کسان چې استخدامیږي لږ تر لږ باید پنځه ورځې د دوطلبي پروسې ته ولوېږي که چېرې په دوی کې داسې کسان وي چې دانتخاباتو له قانون سره په ټکر معنی داچې دکاندیدانو او انتخاباتي کارکوونکو نږدې خپلوان وي اویاسیاسي ګوندونو پورې اړه ولري د دغه ډول کسانو باید مخه ونیول شي په ټول ټال کې باید پروسه شفافه وي او که دا کار وشي دغه ښه اقدام دی او دغه کار دپروسې شفافیت تضمینوي. ″

په همدې حال کې د انتخاباتوخپلواک کمیسیون وایی چې خپل یوشمیرهغه پخواني کارکوونکي به عدلي اوقضایی ارګانونوته هم معرفي کړي چې له اصولوخلاف کارونه یې جرمي اړخ ولري.

د افغانستان د انتخاباتوخپلواک کمیسیون وایی چې د دویم دورانتخاباتو په پروسه کې به څه باندې ۱۱۰ زره کارکوونکي بوخت وي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG