د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

بارک اوباما د امريکا د رول په هکله خپل وسيع ليد لوری تشريح کوي


د امريکا ولسمشربه نن د دې هېواد په نظامي اکاډمۍ کې ملت ته د بهرنۍ پاليسۍ په هکله وينا کوي.

اوباما به دا وينا په نيويارک کې د امريکا د نظامي اکادمي د بري ليكونو د ويشلو په مناسبت په جشن کې فارغ شوي محصلينو ته کوي.

دی به د امريکا د رول په هکله د ده وسيع ليد لوری تشريح کړي.

دا وينا له هغه وروسته کيږي چې؛ اوباما پرون د کال ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې ترکال ۲۰۱۶ پورې د ۹۸۰۰ پوځيانو د پرېښولو اعلان وکړ.

اوباما د مې په ۲۵م افغانستان ته تللۍ وو، چې له خپلو پوځيانو سره ليدل کتل وکړي. خو د افغانستان ولسمشرحامد کرزي له ده سره د بګرام په هوايي ډګر کې له ليدلو ډډه وکړه.

باراک اباما به په دې وينا کې د ده پر بهرني سياست کېدونکو پرله پسې انتقادونو ته ځواب وايي.

تمه کيږي چې؛ په دې وينا کې به اوباما پرځينو موضوعاتو رڼا واچوي لکه د ايران د اټمي وسلو پروګرام، د سوريې کيمياوي وسلې، روسيه او اوکراين.

پر اوباما انتقاد کيږي چې؛ د سوريې او اوکراين د پېښو وروسته دی په خپله بهرنۍ پاليسۍ کې کمزوری پاتې شوی دی.

د روسيې جمهور ريس ولادي مير پوټين سره له دې چې د نړۍ د هېوادونو او په خپله د اوباما د سخت تنقيد سره مخ شو، بيا يې هم کريميا د روسيې له خاوري سره يو ځای کړه.

خو د اوباما دولت پرهغو کارکوونکو بنديزونه ولګول، چې له پوټين سره يې نزدې اړيکې درلودې.

د کال ۲۰۱۲ د اګست په مياست کې اوباما ويلي وو، چې په سوريه کې د کيمياوي وسلو څخه استفاده به د امريکا لپاره د سرې کرښې په مانا وي.

کوم وخت چې د امريکا دولت دې نتيجې ته ورسېدی چې په کال ۲۰۱۳ کې ولسمشر بشار الاسد په سوريه کې کيمياوي وسلې کارولي دي، اوباما په دې هيواد کې د نظامي مداخلې د تاييد لپاره پر کانګريس ژغ وکړ، خو بيرته پر شا شو.

وروسته، امريکا او روسیې پر دې موافقه وکړه چې له سوريې څخه دې کيمياوي وسلې په سوليېزه طريقه وايستل شي.

د ستراتيژيکو اړيکو په برخه کې د امريکا د ملي امنيت سلاکار بن روډز د مې په ۲۵ ويلي دي چې زموږ بهرني سياست په عمومي توګه يو مهم بدلون ولري.

په تيرو لسو کلونو کې عراق او افغانستان زموږ په بهرني سياست کې مهم ځای درلود.

روډز زياته کړه، چې جمهور ريس اوباما به د دغه بدلون په هکله خبرې وکړي او دا به تشريح کړي چې د تروريزم پر ضد ستراتژي به څنګه د هغه ستراتيژۍ ځای ونيسي چې تر اوسه يې زموږ زيات منابع افغانستان او عراق ته متمرکز کړي وه.
XS
SM
MD
LG