د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

موډي: اسلام اباد دې د تروریزم د ځپلو لپاره جدي ګامونه واخلي


د هند نوي صدراعظم له خپل پاکستاني سیال سره په کتنه کې پراسلام اباد غږ وکړ، چې د تروریزم د ځپلو لپاره جدي ګامونه واخلي.

نریندرا مودي نن په نوي ډیلي کې له نواز شریف سره په خبرو دا هم وویل، چې هند له خپل ګاوندي سره د ښو دوه اړخیزو اړیکو او سوداګرۍ د پراخوالی غوښتونکې دی.

په نوي ډیلي کې د هند او پاکستان د صدراعظمانو ترمنځ له کتنې وروسته د هند د بهرنیو چارو وزیرې وویل، هېواد يې له اسلام اباد سره د سوله ائیزو او دوستانو اړیکو غوښتونکې دی.

خو د سجهاتا سینګ په وینا د دا ډول اړیکو د دوام لپاره دا اړینه ده چې تروریزم او تاوتریخوالي ته د پای ټکې کېښودل شي.

سجهاتا سینګ وویل، صدراعظم نریندرا مودي نواز شریف ته وویل، چې پاکستان باید پرینږدي چې خاوره يې او هغه سیمه چې د اسلام اباد په کنترول کې ده د هند پر ضد د بریدونو لپاره وکارول شي.

په ۱۹۴۷ کال کې له خپلواکۍ راپدیخوا هند او پاکستان په خپلو کې درې ځله جګړه کړې ده او د کشمیر په ګډون پر یو شمیر مسلو لا هم ددواړو ګاونډیانو اړیکې کړکېچنې دي.

د پاکستان پخوانۍ پوځي افسر او د پوځي چارو کارپوه ښاغلی سعد وايي، اوس وخت رسیدلی چې پاکستان د هغو وسله والو پر ضد اقدام وکړي چې ددې هیواد په خاوره کې فعال دي.

د هند او پاکستان تر منځ بحران په ۲۰۰۸ کال کې وروسته تر هغې پراخ او پیچلی شو چې وسله والو په ممبي ښار کې ۱۶۶ کسان ووژل.

نوي ډیلي دا بریدونه په پاکستان کې د میشتو وسله والو کار وباله.

د هند صدراعظم له خپل پاکستاني سیال سره په کتنه کې ددواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پراخوالي هم ټنیګار کړی دی.

د هند نوي صدراعظم د سیمې له اتو مشرانو سره چې دده د لوړې په مراسمو کې يې ګډون وکړ،دوه اړخیزې کتنې درلودې.

نریندرا مودي د افغانستان له ولسمشر حامد کرزۍ،د پاکستان له صدراعظم نوازشریف او د سریلنکا له جمهور رئیس سره د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر حالاتو خبرې وکړې.
XS
SM
MD
LG