د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۳۶

صدیقي: کمیسیون دې د نویو انتخاباتي محلونو لست راوسپاري


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل، چې د امنیت د ټینګښت په هدف دې د نویو انتخاباتي محلونو لست دوی ته وسپاري.

انتخاباتو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتو لپاره څه باندې درې نیم زره انتخاباتي محلونه زیات کړي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، نوي محلونه یې په پخوانیو مرکزونو کې زیات کړي او د دغو مرکزونو شمېریې د جمهوري ریاست په لومړي دور انتخاباتو کې د کورنیو چارو وزارت ته سپارلی وو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتو د امنیت د ټینګښت په هدف یې په ټول هېواد کې امنیتي ارزونې پیل کړې او په یوه اونۍ کې به یې راټولې او د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره شریکې کړي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ په یوه کنفرانس کې د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل د هغو نویو انتخاباتي محلونو لست دوی ته وسپاري چې په دوهم دورکې زیات شوي دي:

″تر اوسه د نویو انتخاباتي محلونو لست موږ ته نه دی سپارل شوی، د هغه محلونو لست باید موږ ته وسپاري چې غواړي یې په مرکزونو کې یې زیات کړي، ترڅو موږ یې په امنیتي برنامه کې ځای پرځای کړو.

په ټولو هېواد کې افغان امنیتي ځواکونو ارزونې پیل کړې او کوښښ کوي چې نهايي یې کړي، راتلونکي اونۍ کې به زموږ ارزونې خلاصې او په رسمي ډول به یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته وسپارو.″

د انتخاباتو خپلواک کېمسیون د جمهوري ریاست د دوهم دورانتخاباتو لپاره ۳۶۱۳ محلونه زیات کړي چې په ټولیز ډول دا مهال د انتخاباتي محلونو شمېره ۲۳۳۱۳ ته رسیږي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، دغه کار یې د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتو کې له ګڼې ګوڼې د مخنیوي په هدف کړي.

د دې کمېسیون ویاند نورمحمد نورازادۍ راډيو ته وویل، دغه محلونه په هغو پخوانیو مرکزونو کې زیات شوي، چې امنیت یې په لومړي دور انتخاباتو کې نیولي شوي وو:

″د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یواځې په هغو سیمو کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده ځیني محلونه زیات کړي ولې زه ویلای شم چې په مرکزونو کې بدلون نه دی راغلی ، هغه لست چې د حمل د شپاړلسمې نېټې په کې انتخابات ترسره شوي د جوزا د څلوریشتمې نېټې لپاره هم هغه لست دی او د پخوا د کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوی دی.″

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، په تېرو دوه درې اونیو کې یې د انتخاباتو د امنیت د ټینګښت په هدف په هېواد کې د کشفي او استخباراتي معلوماتو په اساس پنځه اویا خپلواک او ګډ پوځي عملیات ترسره کړي دي.

ښاغلي صدیقي وویل، د دې عملیاتو په ترڅ کې سل وسله وال مخالفان وژل شوي او شپږ څلویښت نور ژوندي نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه پوځي عملیات به د انتخاباتو تر ورځې پورې دوام وکړي.

ټاکل شوې چې د جمهوري ریاست دوهم دورانتخاباتو د جوزا په څلوریشتمه د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ ترسره شي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG