د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۵۱

بیدار: د طالبانو له منګولو څخه د ۲۷ افغان سرتېرو د خوشې کولو هڅې روانې دي


که څه هم د بدخشان د یمګان ولسوالۍ له ځانګړو عملیاتو وروسته د امنیتي ځواکونو په واک کې شوې ده؛ خو له دې ولسوالۍ څخه د ورکو اووه ویشت پولیسو سرنوشت لا هم نه دی معلوم.

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار د شنبې په ورځ ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې؛ د دوی د معلوماتو په اساس نیول شوي سرتیري د وسله والو طالبانو له لوري د دې ولایت د جرم ولسوالۍ د خوستک سیمې ته وړل شوي دي.

ښاغلی بیدار ټینګار کوي چې، د دې سرتیرو د ژوندي خوشې کېدو ته د دوی هڅې روانې دي.

د تیرې اونۍ د سې شنبې په ورځ چې د بدخشان د یمګان ولسوالۍ وسله والو طالبانو ونیوله؛ دغې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې؛ دوی د یمګان له ولسوالۍ څخه اووه ویشت ملي پولیس ژوندي نیولي دي.

خو د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د ځانګړو نظامي عملیاتو په ترڅ کې د جمعې په ورځ دا ولسوالۍ بېرته له مخالفینو ونیوله.

که څه هم د بدخشان د یمګان ولسوالۍ اوس د افغان امنیتي ځواکونو په ولکه کې ده؛ خو د دې ولسوالۍ څخه د ورکو پولیسو په اړه لا هم معلومات نشته.

د بدخشان امنیې قوماندان فضل الدین عیار د تیرې پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي وو؛ چې د یمګان په ولسوالۍ کې اسیر شوي پولیس له نیول کېدو وروسته د ژوندي پاتې کېدو په شرط د قومي مشرانو په منځګیړیتوب له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي دي.

خو د ا خبر بیا ورسته د بدخشان ولایت د سیمه ییزو چارواکو له خوا رد شو او په اړه یې د ډیرو معلوماتو وروکولو ډډه وکړه.

ومو غوښتل چې د دې نیول شویو پولیسو د برخه لیک په اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم واخلو؛ خو له تماسونو سره سره ځواب رانه کړل شو.
XS
SM
MD
LG