د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۵۱

مسعودي: په شپږو ولایتونو کې نوي موزیمونه جوړیږي


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، په راتلونکو څو میاشتې کې به د هېواد په ځینو ولایتونو کې د موزیمونو جوړول پیل شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وایي؛ دا نوي موزیمونه به په کابل، بامیانو، بلخ، خوست، لوګر او کاپیسا ولایتونو کې جوړ شي.

د افغانستان د ملي موزیم ريیس عمراخان مسعودي د شنبی په ورځ له ازادي رادیو سره په خبروکی وویل چی له دی جملې نه به د کابل او بامیانو د موزیمونو د جوړېدو چارې په دوه زره پنځه لسم میلادي کال کې پیل شي.

ښاغلی مسعودي څرګنده کړه چې؛ له دی سره به د هېواد ډېر تاریخي اثار خوندي شي:

"دا لوی اقدام دی، له دې سره د موزیمونو ستونزې حل او ډېر اثار به موخوندي پاتې شي؛ دولت هڅه کوي چې، جوړېدو ته له خپلې خوا او هم له نړېوالې ټولنې مرستې ترلاسه کړي."

ښاغلي مسعودي وویل، د کابل د نوی موزیم پر نقشه هسپانوي متخصصینو کار پیل کړی او د اوسني موزیم ترڅنګ به پر اته جریبه ځمکه جوړ شي او شاوخوا دېرش میلیونه ډالره به پرې ولګیږي.

مسعودي وویل، په افغانستان د کوریا سفارت له افغان حکومت سره تړون کړی چې؛ د بامیانو په ولایت کې به د موزیم له جوړېدو سره پنځه عشاریه څلور میلیونه دالره مرسته وکړي.

ده وویل د دې موزیم په جوړېدو به په مجموع کې شل میلیونه ډالره ولګیږي او د دې د جوړولو چارې به هم په راتلونکي میلادي کال کې پیل شي.
د ولایتونو موزیمونه ډېر موثر دي، د دې له جوړېدو وروسته به اړنه یو چې د ولایتونو اثار مرکزته انتقال شي؛ د سیمې اثار به د سیمې په موزیم کې خلک ویني
تیموري
ښاغلي مسعودي داهم وویل، د خوست موزیم ته دیارلس جریبه ځمکه بیله شوې او په راتلونکو څو ورځو کې به یې د بنسټ ډبره کېښودل شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې؛ د نورو ولایتونو د موزیمو د جوړېدو پرپلانونو هم کار پیل شوی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په داسي حال کې د نویو موزیمونو د جوړولو خبر ورکوي چې؛ ویل کیږي، د هېواد په څه باندې دېرش کلنو جنګونو کې له هېواده سلګونه تاریخي اثار بهرته قاچاق شوي او ګڼ شمېر یې د غیرقانوني کیندنو په نتیجه کې ویجاړ شوی دی.

کارپوهان په ولایتونو کې د موزیمونو جوړول ستایي او تاکید کوي چې د دې اثارو ساتلو ته دې تدابیر لا پراخ شي.

افغان لرغون پیژندونکی "قدیر تیموري" ازادي راډیو ته وویل:

"د ولایتونو موزیمونه ډېر موثر دي، د دې له جوړېدو وروسته به اړنه یو چې د ولایتونو اثار مرکزته انتقال شي؛ د سیمې اثار به د سیمې په موزیم کې خلک ویني او د هېواد له تېر فرهنګ سره به اشنا کیږي."

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له هڅو سره سره راپورونه وایي؛ چې اوس هم د هېواد په ځینو سیمو کې د تاریخي اثارو د را ایستلو لپاره غیرقانوني کیندنې کیږي.

دغه راز ویل کیږي، چې په ځینو ولایتونو کې تثبیت شوي یوشمېر تاریخي سیمې هم د زورورو له خوا غضب شوي او د کورنیو چارو وزارت له خوا په دې برخه کې د پولیسو ګمارل شوې قطعې هم د پام وړکارونه نه دي کړي.

لرغون پیژندونکي وایي چې؛ افغان حکومت باید د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې د تاریخي او لرغونو سیمو او آثارو د خوندي کولو لپاره چټک اقدامات وکړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG