د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۵۹

په هرات کې وسله وال برید د بریدګرو له وژلو وروسته پای ته ورسید


په هرات ښار کې د هند پر قونسلګرۍ وسله وال برید د بریدکوونکو له مړینې وروسته پای ته ورسېد.

د وسله والو یوې ډلې چې د چارواکو په وینا شمېر یې لږترلږه پنځو کسانو ته رسېده او په ماشینګڼو او لاسي بمونو سمبال وو؛ نن سهار وختي پر دې قونسلګرۍ برید وکړ.

امنیتي چارواکو آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ دوه بریدکوونکي یې د حملې په لومړیو شېبو کې ووژل؛ خو پاتې کسان یې له مقاومت وروسته د امنیتي ځواکونو په ډزو ووژل شول.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید اکبرالدین ویلي چې؛ په هرات کې هندي ډیپلوماټان خوندي دي:

"هغه څه چې زه یې تاییدولای شم؛ دا دي چې، د هرات په قونسلګرۍ کې ټول هندي اتباع خوندي دي. د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال سوجاتا سنګ په ګډون زموږ جګپوړي ډيپلوماټان د وضعیت څارنه کوي او له خپلو افغان همکارانو سره منظم تماس لري."

په هرات کې د ازادي راډیو خبریال وايي؛ بریدکوونکو د هندوستان د قونسلګرۍ له څیرمې ودانۍ څخه پر قونسلګرۍ د برید هڅه وکړه.

نوي ډیلي له دې مخکې د پاکستان امنیتي ادارې په افغانستان پر هندي اهدافو په بریدونو تورنې کړې دي.
XS
SM
MD
LG