د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

چین او روسیې دګازو دصادراتو ۴۰۰ ملیارډ ډالري قرار داد لاس لیک کړ


دروسیي ګاز پروم دولتی شرکت او دچین دپترولیم ملی شرکت د چهارشنبې په ورځ دیرش کلن قرارداد سره لاس لیک کړچی څلورکاله وروسته پلی کیږي.

لدغه قرارداد سره سم روسیه چین ته دکال ۳۸ ملیارد مترمکعب ګاز صادروي. ددغه قرارداد له اعلان مخکی روسي او چینایي کمپنیو یوشمیر توافقات اعلان کړل چې دسوداګري په برخه کې ددواړو هیوادونو همکاري څرګندوي.

دروسیي United aircraftیونایټډ ایرکرافټ دولتی شرکت او د چین COMAC کومک شرکت دداسې لویو الوتکو د جوړولو تفاهملیک امضا کړچي ایربس او بوینګ الوتکو سره سیالی وکړي.

روسیې او چین دغه راز موافقه وکړه چې تر۲۰۱۶ کاله پورې د آمور دسیند دپاسه د اورګاډي یو لوی پل جوړوي.

چین ته دروسیې د ګازو دصادراتو دقرار داد بیه پټه ساتل شوې. دګازپروم دشرکت مشر الیکسی میلر وویل چې دا د سوداګري محرمه موضوع ده . خو دایی هم څرګنده کړه چې تخمینی بیه یې کیدای شي ۴۰۰ ملیارډ ډالر وي.

دروسیي جمهور رییس ویلي چې مسکو په دغې پروژې کې ۵۵ ملیارډ ډالر او چین لږ ترلږه ۲۰ ملیارډه ډالر پانګه لګوي.
سره لدې چې دروسیي ګازپروم شرکت وايی دغه ګاز دسایبریا له دوو حوزو چې تراوسه دصادراتو له کرښو سره نه دي تړل شوي استخراجوي خو اکثر هغه پایپ لاینونه چې دسایبریا ګاز اروپا ته رسوي له اوکراینه تیریږي.

په داسي حال کې چې روسیه غواړي څرګنده کړي چې دخپلو ګازو دصادراتو لپاره بدیل بازار لري خوبیاهم کیدای شي دغه قرار داد په لویدیځې اروپا کې دګازو په بیې تاثیر وکړي.

دبروکنګز انستیتیوشن کارپوه کلیفورد ګادي وايي:
"دا څرګنده ده چې روسان دیوې معاملې دترسره کولو لپاره ترفشار لاندې دي. دوی غواړي چی دغه معامله دتبلیغاتو لپاره ترسره کړي. دوی ځکه غواړي دغه معامله ترسره کړي چې په لویدیځ باندی له اتکا ځان لیرې کړي . خو ددې معنی دا نه ده چې دغه معامله به عادلانه نه وي . چینایان به ورڅخه ناوړه ګټه واخلي او دا اضافی بیه ده چې روسان یې په دغه قرار داد کې په اوږو اخلي ، دوی یې پرې کولو ته ځکه تیار دي چې اوس ورته اړتیا لري."

کلیفورد کودي زیاتوی چي روسانو غوښتل چي له چین سره د قرار داد یو لوی اعلان وکړي او داسې ووایي چی اروپایانو مونږ دتاسو دبازار بدیل لرو او ستاسو بندیزونه او ګواښونه دمونږ دانرژۍ سکتور ته تاوان نه شي رسولی.

روسیې او چین له لسو کلونو راهیسې دګازو دبیی په هکله سره اختلافات درلودل او دغه قرار داد په داسې حال کې ترسره کیږي چې دروسیی ګاز پروم شرکت ګواښ کړی که چیرې یوه اونۍ وروسته له اوکراین څخه دګازو پیسې مخکې له مخکې تر لاسه نه کړي نو خپل ګاز به پرې قطع کړي.
XS
SM
MD
LG