د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

د دویم دور انتخاباتو لپاره د کاندیدانو کمپاینونه پیل شول


د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو لپاره د کاندیدانو کمپاینونه نن پنجشنبې رسما پیل شول.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، په دې دور انتخاباتو کې کاندیدان کولای شي د غبرګولي تر یویشتمې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو خپل کمپاینونه ترسره کړي.

په عین حال کې د دویم دور انتخاباتو لپاره د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاینونو دفترونو ژمنه کړې چې دا ځل به د هیواد په لرو پرتو سیمو کې هم خلک له خپلو پروګرامونو خبر کړي.

د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو لپاره د کمپاینونو له پيل سره سم د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له دواړو کاندیدانو وغوښتل، چې په شفافه توګه د انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره دې له ټاکل شویو اصولو سره سم کمپاینونه وکړي.

د انتخاباتو کمیسیون وايي، په کمپاینونو کې د لس میلیونو افغانیو لګول او په اړه یې کمیسیون ته راپور ورکول او ټولو خلکو ته د کاندیدانو د پروګرامونو په اړه وضاحت ورکول، د انتخاباتي کمپاینونو اساسي اصول دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور د انتخاباتي کمپاینونو د وخت په اړه ازادۍ راډیوته وویل:

″د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مهال ویش په اساس باندې سر له ننه دواړه کاندیدان کولای شي چې په کمپاین باندې پیل وکړي.

البته د کاندیدانو کمپاین چې له نن پیل شي د غبرګولي یا جوزا تر یوشتمې به دوام مومي.″

د انتخاباتوپه دویم دورکې به عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی چې په تېر دور کې یې له ټولو ډېرې رایې ترلاسه کړې وې له یو بل سره سیالي وکړي.

د دغو دوو کاندیدانو انتخاباتي دفترونو ویلي، چې د کمپاینونو لپاره پوره چتموالی لري او ژمنه کوي چې د کمپاینونو پرمهال به د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له خوا ټاکل شوي اصول په پام کې نیسي.

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین دفتر مرستیال محمدالله حیدري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې دا ځل به پوسترونه او عکسونه نه لګوي او په مخامخ توګه به له خلکو سره خپل پروګرامونه شریکوي:

″زموږ ټیم یعنې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم دا ځل غواړي چې د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې خپل پروګرام خلکو ته ووايي. مخامخ د افغانستان له خلکو سره خپل پروګرام شریک کړي.″

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو لپاره له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې دا ځل د انتخاباتو د شفافیت لپاره هر یو د رایې ورکونې په مرکزونو کې پنځه ویشت زره څارونکي وګماري.

که څه هم د دویم دور انتخاباتو لپاره تر ټولو لویه ستونزه ناامني بلل کیږي،خو امنیتي ځواکونو ډاډ ورکوي چې کاندیدان کولای شي په ارامه خاطر د هیواد بیلابیلو سیمو ته د کمپاین په خاطر ولاړ شي.

د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي کمپاین ویاند عبدالعلي محمدي هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د تحول او تداوم ټیم به دا ځل د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې هم خلکو ته خپل پروګرامونه بیان کړي:

″موږ به له بېلابېلو لارو د غونډو او کمپاینونو په ترڅ کې د کاندیدانو ترمنځ، د ویاندویانو ترمنځ د مناظرو او له خلکو سره ان په کلیو، کوڅو او ښارونو کې په ټولو ځایونو کې خپل کمپاین پر مخ یوسو.″

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي چې افغانان به د جوزا په څلورویشتمه د خپل راتلونکي جمهور رییس د ټاکلو لپاره رایه ورکړي.

د دویم دور انتخاباتو ابتدايي پایلې به د سرطان په یولسمه او وروستۍ به یې د همدې میاشتې په یودېرشمه نیټه اعلان شي.

صفي الله ستانکزی- کابل
XS
SM
MD
LG