د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۰

داوودزی: وسلواله مخالفین انتخابات له خنډ سره نه شي مخ کولای


داوودزی وايي، د لومړي پړاو انتخاباتو په نسبت په دوهم کې امنیتي ګواښونه زیات دي
داوودزی وايي، د لومړي پړاو انتخاباتو په نسبت په دوهم کې امنیتي ګواښونه زیات دي
د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو لپاره د انتخاباتي مبارزو له پیل سره سم د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د انتخاباتو د امینت د ټینګښت لپاره جدي هلې ځلې دوام لري.

د کورنیو چارو وزیرمحمدعمر داوودزي د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په دویم دور انتخاباتو کې امنیتي ګواښونه د لومړي پړاو په نسبت زیات دي.

ښاغلي داوودزي وویل، په تېر دورکې د شاوخوا زرو تړلو انتخاباتي مرکزونو د بیا پرانیستلو لپاره هم هڅې پيل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت تایید کړه، چې د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو په وړاندې د لومړي دور په نسبت امنیتي ګواښونه زیات دي.

د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوودزي د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د دویم دور انتخاباتو د ګډوډولو په هدف ګڼ شمېر بهرني وسله وال مخالفین هم افغانستان ته راغلي دي.

ښاغلي داوودزي وویل، سره له دې چې د وسله والو مخالفانو فعالیتونه به په دویم دور انتخاباتو کې زیات وي، خو وایي، چې افغان امنیتي ځواکونه مهم د هغوي د حملو د مخنیوي لپاره پوره تیاری لري:

″زموږ دښمنان په ژمي کې خپلو پټنځایونه ته ستنیږي او په پسرلي کې بېرته راځي څو د افغانانو لپاره ستونزې جوړې کړي.

سږکال هم له دې خبرې مستثنی نه دی. د پسرلي په راتلو سره سږ کال هم حملې لږې زیاتې شوي دي.

کیدای شي شمېر یې زیات شوی وي. د افغان ځواکونو ښې روزنې ته په پام باید ووایو، چې هغوی به څه ونه شي کړای او انتخابات له خنډ سره نه شي مخ کولای.″


داوودزي په داسې حال کې دا څرګندونې وکړې، چې د پنجشنبې په ورځ د دویم دور انتخاباتو لپاره د دوو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله انتخاباتي مبارزې پیل شوې.

د کورنیو چارو وزیر د دې پوښتنې په ځواب کې چې په تېر دور انتخاباتو کې له شاوخوا زرو تړلیو انتخاباتي مرکزونو څخه به څومره په دویم دور کې پرانستل شي وویل، چې هڅې روانې دي څو یو شمېر دا مرکزونه بیا پرانستل شي:

″تېرځل ۷۴۸ مرکزونه رسماَ تړلي اعلان شول بیا ۲۰۵ مرکزونه چې ور علاوه شول هغه ټول د امنیتي لاملونو له مخې نه و.

اکثر یې اقلیمي وجوهات و. دا به اینده هفته کې زموږ ګډ پلاوي ځي ولایتونو ته او دا به یو ځل بیا بررسۍ کوي.

د دوی د څیړنو نتایج چې راشي بیا موږ ویلای شو چې په دې کې څو مرکزونه داسې دي چې خلاصیدلی شي او څو داسې دي چې نه شي خلاصیدلی.″


د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د دویم دور انتخاباتو د امنیت په اړه ډاډ ورکوي، چې په دې وروستیو کې د هیواد په ځینو سیمو کې نا امنیو زور اخیستی.

د راپورونو له مخې له تېر دور انتخاباتونه وروسته د پاکستان لخوا د افغانستان په ځینو سیمو راکټي حملې او په ځینو سرحدي سیمو کې سرغړاونې او د وسله والو مخالفانو فعالیتونه ډېر شوي دي.

راپور: صفي الله ستانکزی- کابل
XS
SM
MD
LG