په افغانستان کې د جمهوري ریاست د دویم دورانتخاباتو د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې نن رسمآ پیل شوې.
د قانون له مخې دا کمپاینونه د جوزا تر یو ویشتمې دوام کوي او د همدې میاشتې په څلور ویشتمه به د جمهوري ریاست دویم دور انتخابات ترسره شي.
د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله انتخاباتي کمپاینونو ته تیاری ښودلی.
په همدې حال کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له مخکې نه له دواړو کاندیدانونه غوښتي چې د خپلو انتخاباتي مبارزو په ترڅ کې ټول اصول په پام کې ونیسي.
د دې کمیسیون ویاند نور محمد نور ازادي راډیو ته وویل، چې هر کاندید باید د خپلو انتخاباتي مبارزو پر مهال له لس میلیونه افغانیو څخه زیاتې پیسې ونه لګوي.
د افغانستان امنیتي ارګانونو څرګنده کړې چې د انتخاباتي مبارزو پر مهال به په ښه ډول د هغوی امنیت ټینګ کړي او هغوی کولای شي په غونډو کې د ګډون لپاره د دې هېواد بېلا بېلو برخو ته سفرونه وکړي.