د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

"طالبان له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره ګډوډ پلانونه لري"


ډپلومات انټرنیټې خپرونې په وروستۍ ګڼه کې چېن ته د جمهوررئیس حامد کرزي د سفر په اړه یوه مقاله خپره کړې او په یوه برخه کې یي لیکي:

جمهور رئیس کرزي د چېن له مشر شي جینپینګ سره د کتنې پرمهال د افغانستان او چېن د حالاتو په اړه خبرې وکړې.

د چېن مشر ژمنه وکړه، چې د افغانستان د بیارغاونې او سولې په عملیه کې به د خپل هېواد مرستې زیاتې کړي او دغه راز یي ژمنه وکړه چې د وریښمو اقتصادي لارې د بیارغاونې په مقصد چې له مرکزي اسیا، منځني ختیځ او اروپا سره د چېن د اتصال ستره او مهمه پروژه ده، له افغانستان سره همکارۍ کوي او دغه هېواد ته یي د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

خپرونه لیکي:

جمهور رئیس کرزي له چېنایي خبري رسنیو سره مرکو کې ویلي، چې د چېن له جمهور رئیس سره یي د پراخو او ژورو اړیکو د ټینګولو په اړتیا توافق کړی دی.

سټراټفور کامینتري خپرونې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمیدو په درشل کې د طالبانو سیاسي او پوځي وضعیت څیړلی او د مقالي په یوه برخه کې یي راغلي:

طالبان له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره ګډوډ پلانونه لري.

د دوي لپاره به ګرانه وي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو څخه زیاته ګټه واخلي.

د خپرونې په باور، د دې خبرې یو علت دا دی، چې افغان حکومت په دې وروستیو کلونو کې د خپلو امنیتي ځواکونو په غښتلتیا کې پرمختګونه کړي او د طالبانو لیکې ګډې وډې شوې او اختلافات په کې رامنځ ته شوی دی.

خپرونه زیاتوي، طالبان په دې هم اختلاف لري چې له افغان حکومت سره د سولې په مذاکرو کې ګډون وکړي او کنه.

طالبانو په افغانستان کې د جمهوري ریاست له انتخاباتو سره کومه لیوالتیا نه ده ښودلې او دا یي هم ونه شو کړای چې د افغانستان کومه مهمه سیمه په خپل واک کې کې کړي.

ستراتفورکامینتري خپرونه وړاندي ليکي:

دا چې طالبان ترهغه حده کمزوري شوې چې نه شي کولای مقابل لوری مذاکرو ته اړ کړي، د پراخو حملو پلانونه یي جوړ کړي ترڅو له دې لارې راتلونکي حکومت چې د دوهم دور انتخاباتو وروسته به واکمن شي، د خپلو شرایطو او غوښتنو پراساس خبرو ته اړ کړي.

خپرونه لیکي:

د طالبانو د دې ستراتیژی اغیزمنتیا تر اوسه روښانه نه ده، خو که چېرې طالبان په کې ناکام هم شي، په اسانۍ سره به له منځه لاړ نه شي او جګړه به یي چې ورځ تر بلې بي هدفه کېږې، نوره هم اوږده شي.

ستراتفورکامینتري خپرونه لیکي:

له ننه زیات وکم یو کال وړاندې په قطر کې د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ علني خبرې ناکامه شوې او په دوحه کې د طالبانو د دفتر له تړل کېدو راهیسي د هغو په لیکو کې اختلافات هم زیات شوي دي.

خپرونه زیاتوي، طالبانو د اغا جان معتصم په مشری چې د طالبانو په رژیم کې د مالیې وزیر و، له افغان دولت سره په دوبۍ کې خبرو ته دوام ورکړ، خو نه یوازې دا چې د طالبانو مشر ملاعمر د دې خبرو ملاتړ ونه کړ، د طالبانو مهمو سیاسي مشرانو هم له افغان دولت سره د سولې خبرې رد کړې.
XS
SM
MD
LG