د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

پاکستاني پوځ د افغانستان خاورې ته نژدې ۶۰تنه وسلوال مخالفین ووژل


د پاکستان پوځ وايي، جنګي الوتکو او هيلي کوپترو يې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان خاورې ته نژدې په قبايلي سميو کې د خپلو وسله والو مخالفانو پر پناهځايونو په بمبارۍ کې ۶۰ تنه ووژل.

د پاکستان پوځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دا بمبارۍ ترډېره د شمالي وزيرستان په ميرعلي ښارګي کې متمرکزې وې.

خبرپاڼه وايي، چې په شپېتو تنو وژل شويو سخت دريځو کې د هغوي مهم قومندانان او بهرنيان شامل دي.

د پاکستان پوځ دا هم ويلي چې د دوي د الوتکو د بمبارۍ په نتيجه کې ۳۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

د اسوشيتيد پريس خبري اژانس د راپور له مخې د سيمې يوه اوسېدونکي، چې خپل نوم يې سيد الله خان وښود، وويل چې پوځ د چهارشنبې په سهار د توپونو ګولۍ هم پر سيمه واورولې.ده وويل:

«موږ د درنو او لويو چاودنو ږغ واورېده. ما په خپله ځيني نړېدلي کورونه وليدل.»

د سيمې يوه بل اوسېدونکي انعام الله وويل چې هوايي بمبارۍ د ميرعلي په بازار کې ډېر دوکانونه او دغه راز ګڼ کورونه ونړول او عام خلک يې ووژل.

اسوشيتيد پريس خبري اژانس وايي چې د پاکستان د پوځ او د سيمې د اوسېدونکو ادعاوې د يوبل خلاف دي خو په مستقل ډول د چا ادعا نه شي تاييد کېداي ځکه چې قبايلي سيمو ته، چې حکومت پکې واکمن نه دي، بهرني خبريالان د تګ اجازه نه لري.

د طالبانو د قومندان او مشر حفيظ ګل بهادر يوه ويندوي د پاکستان د پوځ حملې وغندلې، ويې ويل چې ډلې يې غونډه جوړه کړه چې د پاکستان له حکومت سره کړي تړون پاي ته ورسوي.

حفيظ ګل بهادر سلګونه جنګيالي لري خو د پاکستان له حکومت سره يې پر يو بل د نه حملو کولو تړون لاسليک کړي دي.
د ده ويندوي احمد الله احمدي وويل چې ډله يې پر خلکو د بمباريو په وړاندې پټه خوله نه شي پاتې کېداي.
XS
SM
MD
LG