د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

افضلي: افغان حکومت نه ده توانیدلی چې د پانګو د ثبت لپاره یو ګټور سیستم رامنځته کړي


د افغانستان د شفافیت د څارنې اداره وایي، چې د افغانستان حکومت په دې هېواد کې د پانګو د ثبت لپاره اغیزمنه سیاسي اراده نه لري.

د دې ادارې چارواکو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د دې هېواد حکومت د اداري فساد سره د مبارزې کنوانسیون د غوښتنې په خلاف د چارواکو د پانګو ثبت لپاره جدي اقدامات نه دي کړي.

خو د اداري فساد په وړاندې د مبارزې عالي ادارې مسولین وایي، چې دې ادارې د پانګو د ثبت په برخه کې د قانون سره سم اجرات کړي او تر اوسه یې د اته زرو څخه په زیاتو فورمو کې د مختلفو کتګوریو پانګې ثبت کړي دي.

د افغانستان د شفافیت د څارنې اداره وایي، چې دا هېواد تر اوسه د دولتي چارواکو د پانګو په ثبت کې پاتې راغلی او په دې اړه یې جدي اقدامات نه دي کړي.

د دې ادارې چارواکي په دې نظر دي چې حکومت تر اوسه نه ده توانیدلی، چې د توکیو، کابل او د اداري فساد په وړاندې د مبارزې کنوانسیون سره د پانګو د ثبت په اړه کړي ژمنې په لازم ډول عملي کړي.

د افغانستان د شفافیت د څارنې ادارې د ارتباطاتو د څانګې مشر سید اکرم افضلي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې تراوسه حکومت نه ده توانیدلی چې د پانګو د ثبت لپاره یو ګټورسیستم رامنځته کړي:

″د پانګې د ثبت لپاره یو صحیح نظام چې کارکونکی وي لازمي ده چې قوي سیاسي ژمنه موجوده وي ولې بدبختانه د افغانستان حکومت هغه سیاسي اراده او ژمنه چې د پانګې د ثبت لپاره اغیزمنده او لازمي ده نه لري.

په دې برخه کې د افغانستان د حکومت د ناکامی دلیل د سیاسي ارادې او ژمنې نشتوالی دی نه د ظرفیت کموالی.″

ښاغلي افضلي له حکومته وغوښتل، چې د دولتي چارواکو د پانګو ثبت ته د معلوماتو لاس رسی ډير او اسانه کړي.هغه د ملي شورا له غړو څخه هم وغوښتل چې خپلې پانګې ثبت کړي او د اداري فساد سره د مبارزې اړوند قوانینو په تقویت کار وکړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې قانون باید هغو کسانو ته چې خپلې پانګې نه ثبتوي سزا وټاکي ترڅو ټول دولتي چارواکي د پانګو په ثبت مجبور کړای شي.

په افغانستان کې د پانګو د ثبت سیستم د دغه هېواد د اساسي قانون او د اداري فساد سره د مبارزې ضد ستراتیژۍ په اساس جوړ شوی دی.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د دغه هېواد د جمهور ریس، مرستیالانو د سترې محکمې او لوی څارنوالۍ د غړو پانګه باید له مقررۍ مخکې او وروسته ثبت او وڅيړل شي.

د اداري فساد په وړاندې د مبارزې اداره چې د جمهور ریس حامد کرزي د فرمان په اساس جوړه شوي موظفه ده چې پانګې ثبت او نشر کړي او خلکو ته ډاډ ورکړي چې لوړ پوړو دولتي چارواکو خپله پانګه په مشروع او قانوني ډول لاسته راوړي ده.

د افغانستان د اداري فساد په وړاندې د مبارزې عالي اداره وایې، چې دې ادارې د پانګو په ثبت کې د قانون سره سم اجرات کړي او تر اوسه توانیدلي چې د اتو زرو څخه ډيرې فورمې په مختلفو کتګوریو کې ثبت کړي.

ویل کیږي، چې اوس مهال افغانستان په نړۍ کې د اداري فساد په برخه کې تر ټولو مفسد هېواد دی.

که څه هم دې هېواد په تیرو ۱۳ کلونو کې د نړېوالې ټولنې ډیرې مرستې ترلاسه کړې، خو داسې انتقادونه شته، چې دغه مرستې تر ډیره شخصي جیبونو ته ولاړې او په ځای ونه لګول شوې.

د لوړ پوړو چارواکو د پانګونې نه ثبتیدل هم په افغانستان کې د اداري فساد یوعمده لامل بلل کیږي.

څيړونکي انتقاد کوي، چې د پانګو د ثبت پیل شوي پروسه شفافه نده او لوړ پوړي دولتي چارواکي ډير کم حاضریږي چې خپله پانګه ثبت کړي.
XS
SM
MD
LG