د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

ام ډي سي: د افغانستان ۷۵فیصده ساحه له ماینونو پاکه شوې ده


په افغانستان کې د ماینونو د شنډولو مرکز وایي، که مرستندویه هېوادونه ورسره مرستې زیاتې کړي، کولای شي چې په راتلونکو څو کلونو کې د هېواد ټوله خاوره له ماینونو پاکه کړي.

د دې مرکز چارواکو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، تر اوسه د هېواد شاوخوا پنځه اویا فیصده ساحه له ماینونو پاکه شوې ده.

همدا رنګه په افغانستان کې د جرمني د سفارت شاژدافیر وویل، هېواد یي حاضر دی، په دې برخه کې له افغانستان سره مرستې جاري وساتي.

تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:25 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG