د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

داوودزی: د پاکستان د راکټي حملو دوام به ناوړه عواقب ولري


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر پاکستان ته خبرداری ورکړ، که چیرې راکټي حملې یې پردې هېواد همداسې دوام وکړي نو ناسم عواقب به ولري.

محمد عمرداوودزي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوه امنیتی غونډه کې وویل چې په دې وروستیوکې د افغانستان پرسرحدي امنیتی پوستو د پاکستان راکټي حملې ډیرې شوي.

ده څرګنده کړه، چې د پاکستان پوځ باید په دې برخه کې د افغانانو زغم د هغوی کمزوری ونه بولي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وایي، چې د پاکستان د راکټي بریدونو له امله افغانان پوزې ته راغلي او که دوام وکړي نو پر وړاندې به تصمیم ونیول شي.

محمد عمر داودزي څرګنده کړه، چې د پاکستان راکټي بریدونه ناسم عواقب لري او که ونه درول شي نو مسوولیت به یې د پاکستان د پوځيانو پرغاړه وي.

ښاغلي داوودزي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوه امنیتي غونډه کې وویل، چې پاکستان دې د افغانانو له زغمه ناوړه ګټه نه پورته کوي:

"هغوی ته دا وایو، چې د دې راکټي بریدونو د دوام په صورت کې به یې د هر ډول ناسمو عواقبو مسوولیت د پاکستان د پوځیانو پر غاړه وي.

له خپلې خاورې او خلکو څخه د دفاع توان هم لرو، هغوی دې زموږ له زغمه جرآت نه اخلي.

زموږ صبر زموږ د ښه ګاونډيتوب ښودونکی دی نه زموږ د کمزوری".


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر پاکستان ته دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي، چې له تیرو څو کلونو راهیسې د افغانستان پر ختیځو او جنوبي سرحدي سیمو د پاکستان راکټي بریدونه دوام لري.

د دې راکټي بریدونو له امله لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي او ګڼ شمېر کورنۍ د خپلو سیمو پریښودو ته اړې شوي دي.

افغان امنیتي مسوولان تاییدوي، چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو په درشل کې دې بریدونو زور اخیستی.

د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوودزی وایي، که چیرې پاکستان دا راکټي بریدونه بند نه کړي خو د افغانستان خلک به یې پر وړاندې تمصمیم ونیسي:

"زموږ ملت د پاکستان له دې راکټ او توپ ویشتلو په تنګ شوی، نور دې دا بند شي که نه افغانان به مجبوره شي چې په هکله یې تصمیم ونیسي.

هیله ده چې زموږ خبره واوري او په عاقلانه ډول فکر وکړي."


د افغانستان پر خاوره د پاکستان د راکټي بریدونو مساله د افغانستان،پاکستان او ناټو په درې اړخیزه غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوه هم مطرح شوه.

تردې وړاندې ځینو پاکستانیو چارواکو ویلي چې دا راکټي بریدونه دوی نه کوي خوافغان چارواکي،څیړونکي اوحتی عام افغانان دا د پاکستان د پوځ کاراو پرافغانستان د نوموړي هیواد څرګند تیری بولي.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG